Homeخبرونهد مرکزي اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې افغانستان کې پر بشري وضعیت...

د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې افغانستان کې پر بشري وضعیت خبرې وکړې

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۸مه】‏د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ (چهارشنبه) دغه هېواد کې د افغانستان لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې د ځانګړو استازو د شپږمې غونډې کوربه و.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې ګډونوالو د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د ځانګړو استازو له ۵مې غونډې راهیسې د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو لپاره د مرکزي اسیا او اروپایي ټولنې پر تګلارو خبرې کړې دي.

سرچینه وایي، چې دغه غونډه کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت او امنیتي ننګونو خبرې شوې دي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان کې د بشرحقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه په تېرو درېیو کلونو کې نه دي ورکړل شوي او دوی له خپل اساسي حق ـ زده کړو ـ څخه هم د طالبانو حکومت منعه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...