جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کډوالۍ نړیوال سازمان؛ افغان کډوالو په اړه د پاکستان په نوي...

د کډوالۍ نړیوال سازمان؛ افغان کډوالو په اړه د پاکستان په نوي پلان اندېښنه ښودلې

تاند【پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۸مه】‏د کډ‌والۍ نړیوال سازمان(IOM) له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي، چې تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له پاکستان څخه د شاوخوا دریو میلیون افغان کډوالو د اېستلو پلان تصویب کړ.

په دغه پلان کې ټول اسناد لرونکي او بې اسناده کډوال او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې نورو هېوادنو ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې خپلو ویزو ته په تمه دي.

دا پلان داسې مهال تصویبېږي، چې هره ورځ په لسګونه کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول اېستل کېږي.

پرون چهارشنبه هم د تورخم له لارې ۷۲ هغه کسان چې پاکستاني حکومت بندیان کړي ووو خوشې او افغانستان ته راولېږل.

دغه راز پرون چهارشنبه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر هم د یوناما له مرستیال اندریکا راټواټه سره په لیدنه کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د پاکو اوبو، روغتیا، زده‌کړو او سرپناه برخو کې یې له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...