تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۸مه) د مهالوېش له مخې به د چمپینز ټرافۍ سیالۍ د را روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل او د مارچ تر نهمې نېټې به په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.
د دې سیالیو پیل ته یواځې ۱۴ ورځې پاتې دي.
افغان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه د رحمت شاه د انځور په خپرولو سره رحمت شاه د حوصلې او تخنیکي کرکټ یو ستر نوم بللی، چې ډېری وخت یې افغانستان ته بریاوې ورکړې دي.
کرکټ بورډ لیکلي: “رحمت شاه په ځانګړي ډول سترو او مهمو سیالیو کې یې غوره وړتیا له ځانه ښودلې ده. هیله ده چې دغه اتل په چمپینز ټرافي یا اتلانو جام سیالیو کې هم ښه وځلیږي او په خپلې ځلېدا سره افغانستان وځلوي”.
https://taand.net/?p=250853