تاند (د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) د جاپان د چیبا د سرطان د څیړنیز مرکز له خوا په شوې څیړنه کې څرګنده شوه چې سرطان څنګه د بدن له دفاعي سیستم څخه تېښته کوي. سرطان عموماً د بدن د دفاعي سیستم حجرو ته زیان رسوي او خپله معیوبه مایټوکونډریایي ډياېناې (mtDNA) د “T” حجرو ته لېږي، چې دا حجرې (یو ډول سپین کُروې حجرې یا سپین ګلوبولونه) د سرطان پر ضد د جګړې مسوولیت لري.
مایټوکونډریایي ډياېناې (mtDNA) د ډياېناې هغه بڼه ده چې په مایټوکونډریا کې، چې د یوکاریوټي حجرو یوه برخه ده، موندل کېږي.
دا غولوونکی حرکت د بدن دفاعي حجرې کمزورې کوي او هغوی د تومور (غدې) د مهارولو وړتیا له لاسه ورکوي.
د مېډيکل ایکسپریس د راپور له مخې، دا موندنې ښايي له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې: “ولې د سرطان درملنې لکه د بدن د مقاومتدرملنه (ایمونوتراپي) پر ځینو ناروغانو اغېز کوي، خو پر ځینو نورو اغېز نه لري؟”
په دې څېړنه کې، چې پایلې یې په “نیچر” (Nature) ژورنال کې خپرې شوې، ساینسپوهانو د سرطاني حجرو او تومور ته د ننوتونکو لنفوسیتونو (یو ډول “T” حجرې چې عموماً له تومور سره جګړه کوي) ترمنځ تعامل مطالعه کړ.
په دې څېړنه کې د ملانوما (د پوستکي یو ډول سرطان) او د سږو د کوچنیو حجرو سرطان لرونکو ناروغانو کلینیکي نمونې د مایټوکونډریایي ډياېناې د تحرک لپاره وڅېړل شوې.
مایټوکونډریا هغه غشا لرونکې حجرې دي چې د حجرو د انرژۍ د تولید مرکز بلل کېږي.
مایټوکونډریا د حجرو د پیاوړتیا لپاره اړین دي، په ځانګړې توګه د “T” حجرو لپاره، چې د سرطان پر ضد جګړې ته سخته اړتیا لري. کله چې سرطاني حجرې خپل معیوب مایټوکونډریا “T” حجرو ته انتقالوي، دا حجرې خپل عادي فعالیت له لاسه ورکوي، انرژي یې کمیږي او ستړې کېږي. کله چې زیانمن مایټوکونډریا د “T” حجرو دننه شي، نو د سالمو مایټوکونډریا ځای نیسي، دا داسې یو بهیر دی چې معمولاً برعکس کار کوي، یعنې سالم مایټوکونډریا باید د زیانمن مایټوکونډریا ځای ونیسي، نه برعکس.
د دې څېړنې پایلې ښیي چې سرطاني حجرې له هغو مالیکولونو سره نښلي چې د “T” حجرو له خوا د دوی د تجزیې مخه نیسي، ترڅو خپل انتقال شوي مایټوکونډریا وساتي.
د دفاعي سیتم د وارسي کنټرول (چې د سرطان یو ډول ایمیون یا د بدن د مقاومت زیاتولو درملنه ده) د سرطان درملنه په اساسي ډول بدله کړې؛ خو ټول ناروغان دې درملو ته ښه ځواب نه وايي.