ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز
نجیب دروغ
د کیسو مرکزیت مو د بشري نوعې په اړه په ډېر مهم څه پوهوي. دا راته ښيي، چې ځواک تل له حکمت او هوښیارتیا سره غاړه په غاړه نه ځي. د معلوماتو خام لیدلوری راته وايي، چې معلومات موږ حقیقت ته رسوي، او په حقیقت پوهېدنه له خلکو سره مرسته کوي، چې ځواک او حکمت دواړه ومومي. دا خبره ډېره اطمینان بښونکې برېښي. دا نظریه په دې دلالت کوي، چې هغه څوک چې حقیقت له پامه غورځوي، احتمال يې نشته چې ډېر ځواک ومومي، او هغه څوک چې حقیقت ته درناوی لري، ډېر ځواک به ترلاسه کړي، مګر دغه ځواک به يې له حکمت سره مل وي. خو که خبره داسې وای، نو بیا به موږ هېڅ اندېښنه نه لرله.
خو له بده مرغه زموږ نړۍ دغسې نه ده. په تاریخ کې د ځواک ډېره کمه برخه په حقیقت باندې له پوهېدو څخه سرچینه اخلي. زموږ ځواک د لوی شمېر وګړو ترمنځ د ټولنیز نظم له ساتلو څخه منځته راځي. مثلاً که څوک غواړي، چې اټوم بمب جوړ کړي، نو د دې لپاره د فزیک پوهې ته خو اړتیا شته، مګر په خوا کې يې ډېرې لویې بشري قوې ته هم اړتیا ده.
که موږ بمب جوړوو او د فزیک قوانین له پامه وغورځوو، نو بم انفجار نه کوي. خو که موږ یوه ایډیالوژي پنځوو، او حقایق له پامه غورځوو، نو هغه ایډیالوژي به بیا هم منفجره خاصیت لري. نو سره له دې چې ځواک په حقیقت او نظم دواړو پورې تعلق لري، خو عموما هغه څوک چې په خلکو باندې امر و حکم چلوي، داسې څوک وي، چې ایډیالوژۍ جوړولی شي او نظم ساتلی شي.
لویې بشري شبکې یوازې افسانوي کیسو له یو بل سره تړلې دي، په تېره هغه کیسې چې بین الذهني واقعیتونه پنځوي، لکه خدایان، پیسې او ملتونه. افسانې پر حقیقت دوه واضح امتیازات لري:
یو، افسانې چې څومره ساده کول غواړو، ساده کولی یې شو، مګر حقیقت پېچلی وي. دا خبره ډېره پېچلې ده، چې د یو چا ملت یوه بین الذهني پدیده ده او یوازې زموږ په جمعي تصور کې وجود لري. خو دا خبره ډېره اسانه ده، چې زموږ ملت د خدای غوره ملت دی.
دوه، حقیقت ډېر کله تریخ او دردوونکی وي؛ خو که موږ غواړو، چې حقیقت یو څه نرم او زړه راښکونکی کړو، نو بیا حقیقت نه پاتې کېږي. خو افسانې دغسې نه دي.
ان افلاطون هم په خپله خیالي فاضله مدینه کې دا منلي و، چې د دغه دولت اساس به پر یوه سپېڅلي او نجیب دروغ ولاړ وي. خو د افلاطون نجیب دروغ به پرېږدو او باید دا پایله وا نه خلو، چې ټول سیاسیون دروغ وايي او یا دا چې ټول ملي تاریخونه دروغجن دي. دلته خبره د دروغ یا رښتیا ویلو ترمنځ د انتخاب نه ده. بلکې یو دریم اپشن هم شته دی. یوه افسانوي کیسه هغه مهال دروغ ده، چې کله په دې اراده بیان شي، چې دغه کیسه د واقعیت رښتینی انځور دی. مګر یوه افسانوي کیسه هغه مهال دروغ نه ده، چې کله تاسو دغه ډول اراده نه لرئ؛ او دا منئ، چې تاسو هڅه کوئ، چې یو نوی بین الذهني واقعیت وپنځوئ، نه دا چې د شته عیني واقعیت انځور وړاندې کړئ.
مثلاً د سپټمبر په ۱۷مه، ۱۷۸۷ کې د امریکا اساسي قانون لاسلیک شو. مګر دې قانون د هېڅ عیني واقعیت د انځورنې ادعا نه کوله. د امریکا اساسي قانون د خپلې ریښې په اړه واضح وايي، چې «موږ د امریکا خلک، د دې لپاره چې یو بشپړ اتحاد رامنځته کړو.» دغه اساسي قانون په رښتیا هم په یوه ځواکمن اتحاد جوړولو کې بریالی و. په دې اساسي قانون کې هم غلامي روا وه، د ښځو کمتري پکې منل شوې وه او شدیده اقتصادي نابرابري يې درلوده. خو دا چې د امریکا په اساسي قانون کې منل شوي و، چې دا انسانانو جوړ کړی، نو په دې مسوده کې د اصلاح او تغییر لپاره په میکانیزمونو هم توافق شوی و. د دې اساسي قانون له لیکل کېدو یوه پېړۍ نه وه تېره، چې د دیارلسمې مقررې د اصلاح په اساس يې غلامي ختمه کړه.
مګر اوس تاسو د تورات لسو احکامو ته وګورئ. د امریکا د اساسي قانون په څېر، په دې لسو احکامو کې هم غلامي روا ګرځول شوې وه. مګر د اساسي قانون برخلاف، دغه لس احکام په دې کې پاتې راغلل، چې د اصلاح او تغییر میکانیزمونه هم چمتو کړي. په ټول تورات کې یوولسم حکم نشته، چې دا ووايي، چې تاسو د دوه په درې رایو په اساس په دې احکامو کې تغییر راوستلی شئ. د دې دواړو متنونو ترمنځ فرق د دوی له لومړنیو جملو نه واضح دی: اساسي قانون په دې کلمو پیلېږي، چې «موږ د امریکا خلک». مګر لس احکام په دې کلمو پیلېږي، «زه ستاسو خدای یم.» نو ځکه تورات او انجیل ان تر نن ورځې هم په غلامي تاکید کوي.
تلپاتې ربړه
موږ د معلوماتو خام لیدلوری هم ولیده، خو پوه شوو چې معلومات د حقیقت لپاره خام مواد نه دي او بشري معلوماتي شبکې یوازې د حقیقت د موندلو له مخې نه چلېږي. د پاپولیست نظریې برخلاف، معلومات یوازې وسله هم نه ده. بلکې د دې لپاره چې وده او بقا وکړي، هره بشري معلوماتي شبکه باید دوه کارونه وکړي؛ یو، حقیقت ولټوي او دوهم دا چې نظم رامنځته کړي. په تاریخ کې هم بشري معلوماتي شبکو همدا دوه مهارتونه موندلي دي: یوه خوا دغو شبکو د معلوماتو د پروسیس په لارو چارو ځان پوه کړی، تر څو د درملو، لويو حیواناتو او هستوي فزیک په اړه پوهه ترلاسه کړي. بل خوا دغو شبکو دا هم زده کړي، چې د معلوماتو په استفاده څرنګه مضبوط ټولنیز نظم په پښو ودروي.
ډېر معلومات هېڅ کله حقیقت یا نظم ته د رسېدو ضمانت نه راکوي. د حقیقت د لټون او نظم ساتلو لپاره د معلوماتو د استفادې پروسه ډېره پېچلې ده، ځکه هغه څه چې وضعیت ډېر ورانوي، دا ده، چې دغه دواړه پروسې له یو بل سره په ټکر کې وي او عموماً د افسانو په مټ د نظم رامنځته کول ډېر اسانه وي. د امریکا د اساسي قانون په څېر، ځینې وختونه افسانوي کیسې خپل افسانويتوب مني، مګر زیاتره وختونه افسانوي کیسې په خپل افسانويتوب پرده اچوي. مثلاً ادیان تل دا ادعا کوي، چې دین یو عیني او ابدي حقیقت دی، نه دا چې د انسانانو په لاس جوړه شوې افسانوي کیسه ده او په دغسې حالتونو کې د حقیقت لټون د ټولنیز نظم بنیادونه له ګواښ سره مخ کوي.
کله چې د یوې ټولنې وګړي حقیقت ته نږدې کېږي او دغه حقیقت يې ټولنیز نظم مختل کولی شي، نو هاله دوی هڅه کوي، چې د حقیقت پر دغسې لټون محدودیتونه ولګوي. یو ښکاره مثال يې د ډاروین د ارتقا تیوري ده. دغې تیوري د انواعو د اصل او بیالوژي په اړه ډېر زیات رازونه را وسپړل، خو په خوا کې يې چې هغه مرکزي اسطورې هم تر پوښتنې لاندې راوستې، چې د ګڼو ټولنو ټولنیز نظم پرې ولاړ دی، نو ځکه پاپان او مذهبي مشران يې پر تبلیغ او بیانولو بندیزونه لګوي.
بله تړلې مسئله دا ده، چې یوه معلوماتي شبکه ممکن د دې اجازه ورکړي، چې په یوه محدوده ساحه کې دې خلک حقیقت ولټوي، داسې ساحې چې ټولنیز نظم ته ګواښ نه پېښوي. د دغسې لټون په پایله کې به یوه ډېره پیاوړې شبکه خو رامنځته شي، مګر د حکمت او هوښیارتیا له فقدان سره به مخ وي. مثلاً د نازي رژیم په وخت کې جرمنیان دې ته هڅول کېدل، چې راکټونه جوړ کړي، مګر د بیالوژي یا تاریخ په هکله د توکمیزو تیوریانو باندې د نیوکو یا پوښتنو ازادي يې نه لرله. همدا وجه ده، چې د بشري معلوماتي شبکو تاریخ د بریالي پرمختګ داستان نه دی. سره له دې چې له نسلونو، نسلونو را پدېخوا بشري شبکې ډېرې زیاتې ځواکمنې شوې دي، مګر د خپل ځواک په اندازه هوښیاري شوې نه دي. که یوه شبکه نظم ته پر حقیقت لومړیتوب ورکوي، نو دا شبکه به ډېره ځواکمنه شي، مګر له خپل ځواک نه به په احقمانو توګه استفاده کوي.
د بشري معلوماتي شبکو تاریخ په پړي د قدم وهلو په مثال دی، چې د حقیقت او نظم ترمنځ یې انډول ساتلی دی؛ نو ځکه زموږ د معلوماتي ټکنالوژۍ سرعت او مثمریت په حتمي ډول زموږ نړۍ په یوه بهتر ځای نه شي بدلولی. بلکې یوازې د حقیقت او نظم ترمنځ د توازن ساتلو چاره لا ډېره راته فوري کوي. د کیسې اختراع دا درس شاوخوا لس زره کلونو دمخه راکړ او يو ځل بیا هله راته تکرار شو، چې کله انسان دوهمه لویه بشري ټکنالوژي ایجاد کړه: لیکلي اسناد.