له عاشقانو ګیله مه کړﺉ
زړه یې پردی سر یې خالي له عقله وینه
ډېره موده مخکې مې یو ملګري راته ویل چې اوس مې هم تر ټولو لویه هیله دا ده، چې د هغې زنګ راشي، د هغې مېسج راشي، له هغې سره چېرته بې پامه مخ شم.
یعنې د یو میین ټوله ابادي او بر بادي د هغه مینه ده. د مینې له امله د میین ډېر ټکرونه او ربړونې بیا میین هرې خواته وړلی شي.
مینه د هر اړخیزو احساساتو ګډوله ده. خوشال بابا وایي:
دا همه چارې د ده دي چې را کېږي
یوه خدایه کور دې وران د محبت شي
داسې نه ده چې مینه یوازې بد بختۍ او بر بادۍ زېږوي، بلکې مینه د انسان ټول عواطف او احساسات فعالوي او د نورو په نسبت بیا عاشق ډېر باریکه مسایل په تېزۍ سره درک کوي او احساسوي، چې همدا درک د انسان لپاره یو لوی علم دی.
مینه نه یوازې د خلکو حس او درک قوي کوي، بلکې د زړورتیا او بې پروایۍ یو بوټی هم ورته په زړه کې کري. په دغه اور داغلي به تاسې لیدلي وي، چې له ډېر احتیاط سره سره بیا د ځینو مسایلو په وړاندې د لوی خطر څخه بې پروا وي.
یو میین یا میینه هغه څه کولی شي، چې ممکن عادي خلک یې ونه شي کړای، یا یې په هغه وخت کې و نه شي کړای.
دا د عشق او مینې زور دی چې میین او میینه د یو داسې خطر لرونکي کار لپاره اماده کوي، چې ممکن نور خلک یې له تر سره کولو عاجز شي.
دیدن د سر په بدله وي
چې سر ساتې خاورې به وکړې دیدنونه
په پورته لنډۍ کې پر ځان د خطر منلو یادونه کېږي، میینان د خپلې معشوقې د دین لپاره شپه غرمه ګرمي، لوږه، تنده، زندان مرګ وهل ټکول… ټول خطرونه په ځان مني خو د یار تر دره او دیدنه ځان رسوي.
یوه بله! میین چې کوم خطر لرونکی کار کوي، عادي خلک شاید له هغې کار سره هېڅ رابطه ونه لري، نو ځکه عادي وګړي دغسې یو کار نه شي کولی، مګر له دې پرته په ټولنیزه برخه کې بیا د لویو پېښو په وړاندې عادي خلک ډېر ویرجن او ورختا وي، خو میین یا میینه چې دا خطرونه او کړاوونه ورته د خپلو عمومي کړاوونه په نسبت هیڅ نه ښکاري، نو ځکه په ځینو لویو پېښو کې بې خطره او بې پروا وي.
خوشال بابا وایي:
عشقه ته تر اورنګزېب باچا بهتر یې
چې خوشال دې په عالم کې سر بلند کړ
خوشال بابا د خپلې بهترۍ او شرت لامل عشق او مینه ګڼي.
د هغه د باغي فطرت یو لوی راز هم د مینې زورور احساسات دي، چې هغه ته یې په بېلابېلو برخو کې نوم او شهرت ورکړی.
له ډېرو به مو دا هم اورېدلي وي، چې وایي ”مینه ژوند دی“ دا خبره ځکه کېږي، چې له مینې وروسته انسان ډېر عاطفي کېږي او د هر موجود ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي. د عواطفو زیات احساس بیا په حقیقت کې د ژوند احساس دی.
مینه د ډېرو روحي کیفیتونو مجموعه ده، چې انسان هر حالت ته وړلی شي. مینه کولی شي یو انسان ډېر کرکجن کړي، ډېر یې خوش ارواح کړي، سر لوړی یې کړي، د غم پر ځمکه یې را وولي، دومره یې پښېمانه کړي، چې ده یې احساس نه کوو. یا یې له نورو سره دومره مینه ناک کړي، چې په ده کې پوره تغېر راشي.
په تاریخ کې د مینې په اساس د را پورته شویو بېلا بېلو پېښو کیسې همدا را زده کوي، چې مینه ممکن موږ تر هر هغه حالته ورسوي، چې زموږ په تصور کې هم نه وي.
فرهاد د شېرنۍ په مینه کې تر غره ووت، خو شېرنۍ بیا هم د بل شوه. له دې را څرګندېږي، چې مینه انسان ډېر همت مند کوي. تر څنګ یې د شېرنۍ بایلل بیا یو واقیعت را ښایي، چې د کیسو هر اتل ګټونکی نه وي، یا په پوره معنا ګټونکی نه وي.
مومن خان د شېربانو د ولور لپاره هندوستان ته لاړ، خو اخیر هم د شېرنۍ د ورور (زبردست خان) له لاسه اوه چړې ووهل شو.
په میمونې د خپل تره زوی میین و، خو په هغې باندې بدګومانۍ دې حد ته و رساو، چې د مرۍ پرېکولو لپاره یې ور پسې چړې ته لاس کړ.
دا د احساساتو زور دی، چې ریښه یې بېرته مینې ته رسېږي او په انسان هره نا ممکنه ممکنه کوي. دې ته ورته نور تاریخي حکایتونه او نکلونه مو د مینې په ماهیت ښه پوهولی شي.
مینه کله کله انسان د انسانیت له دایرو هم وباسي، همدا مینه ده چې په توره شپه یو څوک د چا د کور دروازې ته چاړه په لاس د هغه د قتلولو په نیت اودروي.
خو دا پېښې کله کله لیدل کېږي.
یعنې له ډېر وړاندې دا را ښودل شوي، چې مینه که انسان د ژوند په ریښتینې معنا پوهوي، نو تر څنګ یې کله کله بیا د هلاکت یوې لارې ته هم سیخوي.
فیلسوفانو مینې ته ځکه ډېر وخت نه دی ورکړی، چې د ذهن د ارام او قرار د ګډوډۍ سبب یې بلله. مینه عقلاني ماهیت نه لري.
د فلسفې ټوله تکیه په استدلال او منطق باندې ده، مګر د مینې تر ټولو قوي ستنه یوازې احساسات او عواطف دي.
ځینې فیلسوفانو په دې خاطر ځان له مینې او معشوقې لرې ساتلی، چې دوی غوښتل د فکر کولو لپاره ارام او بې غمه اوسي.
شوپنهاور مینه د طبیعت دوکه بلله، چې په پایله کې یې اولاد زېږي او د طبیعت له غوښتنې سره سم نسل ادامه مومي.
هغه ټول عمر واده ونه کړ، ځکه هغه غوښتل چې ذهن یې د تفکر لپاره ارام پاتې شي.
شکسپیر مینه کول یو عذاب باله، خو له مینې څخه محرومېدل یې بیا مرګ وباله.
خو په یاد ولرﺉ، چې د اولاد له مسلې پرته نور ټول مسایل په هر اړخیزه او د هر څه په مینه کې کېدونکي دي.
مینه که انسان هر څومره مات را مات کړي، بیا هم له ټول طبیعت او موجوداتو سره مینه لري.