یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت نن بندېږي

د ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت نن بندېږي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبې) ماسپښین رسماً بندېږي.

په سفارت کې یوې خبرې سرچینې د چهارشنبې په ورځ تاند ته وویل چې په انقره کې به د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ماسپښین په رسمي ډول وتړل شي، او د دې دفتر کنټرول به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د واشنګټن او برلین په شمول د نړۍ د څو نورو هیوادونو په پلازمېنو کې هم د افغانستان سفارتونه له دې کبله چې د طالبانو له باندنیو چارو وزارت سره یې تعامل نه کاوه، تړل شوي یا کوربه هیوادونو یې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ ستونزه مخکې حل شوې خو په انقره کې سفارت لا هم د طالبانو د مخالفانوپه لاس کې و.  له همدې کبله د ترکیې حکومت پرېکړه کړې چې سفارت وتړي.

په سفارت کې خبرې سرچینې تاند ته وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په ۳مه دوی ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې وویل چې یا په خپله سفارت بند کړو او یا به د دوی پولیس د سفارت دروازې وتړي.

په دې اړه ځینو نورو افغاني رسنیو ویلي چې د ترکیې حکومت دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر سفارت د زیاتېدونکي فشار له کبله کړی دی.

د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني خو که د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ له کابل سره تعامل ونه لري په کوربه هیوادونو کې افغانانو ته کونسلي خدمات نه شي وړاندې کولی او همدا دلیل دی چې د افغانستان دیپلوماتیکې استازولۍ یو په بل پسې تړل کېږي.

2 COMMENTS

  1. زه نه پوهېږم چې دا پخواني دیپلوماتان او د سفارتونو منسوبین کوم دولت ته کار کوي . معمولا سفارتونه د خپل رسمي دولت استازي وي . د اشرف غني او جمهوریت حکومتونه نژدې څلور کاله مخکې ړنګ شویدي .
    کله چې دوی له خپل مرکزي دولت سره اړیکې ونه لري او معاش ورته ونه رسیږي . هغوی مجبوره دي ، له مشتریانو او مراجعینو د اسنادو په مقابل کې زیاتې پیسې واخلي ، دوی نه کابل ته مسوول دي اونه هلته مهاجرو او مجبورو مسافرو افغانانو ته . څومره پیسې چې دوی غواړي ، مهاجرین مجبور دي چې هغوی ته یې ورکړي او له بلې خوا اکثره اسناد یې د قبول وړ نه دي .
    د دې پرابلم د حل لپاره په خارج کې د افغانانو ټولنې او یا هغه کسان چې ځانونه د افغانستان ګټو ساتلو ته مسوول وي ، باید د حل یوه لاره پیدا کړي . نور خو زمونږ زړونو له دغو بېکاره او بې مسوولیته سفارتونو زړونه چووي.

  2. هادي صاحب که رښتیا درته ووایم ، له دغو ناشولتو او بېرحمه لیوانو خو زما زړه هم شین دی.
    کله چې تاسو یو سفارت ته ورشئ ، د هغو مامورین داسې زشت برخورد درسره کوي ، ته به وایی ، چې زه د هغوی نوکر او یا دښمن یم . سړیه له دغو اروپایانو نه یې زده کړئ ، څومره په انسانیت خبرې درسره کوي ، ستاسو مشکلاتو باندې ځان ښه خبروي او د امکان تر حده درسره مرسته کوي .
    په بلجیم کې تراوسه د افغانستان د سفیر نوم په انترنت او ګوګل کې نه راځې ، داځکه چې یو پسیف او بې مسوولیته انسان دی ، په قونسلي کې یې داسې کسان مقرر کړي ، چې خبرې نه ورسره کیږي . الله ج ورته هدایت وکړي او یا د ورک کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...