جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو د بیګم تر څنګ د ځوانانو راډیو هم بنده کړې او...

طالبانو د بیګم تر څنګ د ځوانانو راډیو هم بنده کړې او خبریال یې نیولی

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) طالبانو د بېګم راډیو تر څنګ د ځوانانو راډیو هم تړلې او د دې راډیو یو سپورتي خبریال یې له ځان سره بېولی دی.

د دې راډیو یوه کارکوونکي، په دې شرط چې نوم به یې نه څرګندېږي، ځکه چې له امنیتي ستونزو سره مخامخېږي، تېره شپه تاند ته وویل چې طالبانو د دوی راډیو ظاهراً یوازې په دې خاطر بنده کړې او د هغې ورزشي خبریال یې له ځان سره بېولی چې د دوی راډیو د بېګم راډیو ګاونډۍ وه.

سرچینې وویل چې د نیول شوي خبریال هیڅ درک نه دی معلوم.

طالبانو د سلواغې/ دلوې په ۱۶ مه پر بېګم راډیو او ځوانانو راډیو چاپه ووهله او د دواړو راډیوګانو د بندولو ترڅنګ یې د هغو څو کارکوونکي له ځان سره بېولل.

د بېګم راډیو د بندېدا په وړاندې پراخ غبرګونونه څرګند شول او خبرونه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شول خو د ځوانانو د راډیو د بندېدو او د هغې د یوه سپورتي خبریال د نیول کېدو په اړه نه یوازې چا غبرګون نه دی ښوولی بلکې د بندېدو خبر یې هم نه دی خپور کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...