یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد کمال خان بند درېیم فاز پرانیستل شو

د کمال خان بند درېیم فاز پرانیستل شو

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۸ مه) د طالبانو حکومت پرون (چهارشنبې) د کمال‌خان بند د درېیم فاز د پرانیستې خبر ورکوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د دې بند د درېیم فاز د چهارشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د دې وزارت سرپرست عبداللطیف منصور او د طالبانو یو شمېر نورو چارواکي ګډون درلود.

دا بند په ۱۴۰۰ لمریز کال د افغانستان وروستي ولسمشر اشرف غني پرایستی و. ښاغلي غني دا بند په داسي حال کې پرانیستی و چې د دغه بند ځینې اوبلارې یا کانالونه جوړ شوي نه و. طالبان وايي چې په وروستیو درو کلونو کې یې د اوبلارو نیمګړي کارونه بشپړ کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې تازه یې کابل ته سفر کړی، ویلي چې کمال‌خان بند تخنیکي بدلونونو ته اړتیا لري، څو د اوبو مسیر ایران ته لا اسانه شي.

د کمال‌خان بند ځانګړتیاوې:
📌 ځای: د نیمروز ولایت، چهار برجک ولسوالۍ
📌 د اوبو زېرمه: ۵۲ میلیونه متر مکعب
📌 د بریښنا تولید: ۶ میګاواټه

دا بند په ۲۰۲۱ میلادي کال کې، شاوخوا پینځه میاشتې تر هغه مخکې چې طالبان واک ته راشي، پرانیستل شوی و؛ خو د دې بند د اوبو کانالونه لا تر اوسه بشپړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....