Homeخبرونهد طالبانو ویندوی د خپل حکومت له چارواکو وغوښتل چې اختلافات په...

د طالبانو ویندوی د خپل حکومت له چارواکو وغوښتل چې اختلافات په ښکاره ډول څرګند نه کړي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د طالبانو ویندوی د خپل حکومت له چارواکو په ښکاره ډول وغوښتل چې په رسنیو کې خپل اختلافات په ښکاره ډول مطرح نه کړي.

ذبیح‌الله مجاهد خبرداری ورکړ چې د طالبانو هیڅ وزیر یا مسوول باید خپل اختلافات په ښکاره ډول مطرح نه کړي، ځکه دا کار به افغانستان د بې‌ثباتۍ او بدمرغي خو ا ته بوځي.

ذبیح‌الله مجاهد له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو د کابینې غړي او نور چارواکي کولای شي په آزاده توګه خپل نظرونه د دې ډلې له مشرتابه سره شریک کړي او ادعا یې وکړه چې هبت‌الله آخوندزاده هېڅکله د مخالف نظر پر وړاندې عکس‌العمل نه ښيي.

د طالبانو ویاند د دې ډلې نورو چارواکو ته هم سپارښتنه وکړه، چې خپل اختلافات دې د مشرتابه په کچه مطرح کړي او له دې څخه دې ډډه وکړي چې دا مسایل په رسنیو کې علني شي.

هغه زیاته کړه:
“ښه نه ده چې موږ د نظر اختلافات په رسنیو او عامو بحثونو کې مطرح کړو، ځکه دا جدي حللار نه ده. البته موږ دا تضمین کوو چې د مشرتابه په حضور کې چارواکي ډېر آزادانه خپل نظرونه شریکولای شي، ځواب ترلاسه کولای شي، قناعت ورکولای شي، او هېڅ عکس‌العمل به ورته و نه ښودل شي.”

دا په داسي حال کې ده چې راپورونه وايي، د طالبانو د باندنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزی، له دې کبله چې د نجونو د زده کړو پر بندیز یې انتقاد کړی و، د طالبانو مشر تبعید ته مجبوره کړی دی.

د هبت الله اخوندزاده پر افراطي دریځونو ډېر نور طالب چارواکي انتقاد لري او له دې سره د طالبانو په منځ کې بې باوري مخ په ډېریدو ده.

د چارو ځینې کتونکي باور لري چې اوسنی وضعیت ډېر دوام نه شي کولی او بالاخره انفجار کوي.

2 COMMENTS

  1. د لندن او لاهور په استخباراتی سمندرګی کی د ماهر لامبو کوونکی ( ذ. مجاهد) توصیه به د طالبانو د خپل منځی اختلافونو ټپونه تداوی نکړای شی.

  2. موږ متل لرو ډمډومک مرغه خپله ځاله پخپله ښیی ، زبچیک سوډره لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. ای سوډره ته قسم وخوره سي ته د مردارسوي هیبتو خبریال یې او که د کوم فرنګي یا کافرستاني ای ایس ای پنجابي سي کندهار حکمراني کوي ؟ تاسي خو به ورک سۍ خو د بدبخته پښتون به میله ورانه سي. 😭 الله جلاالله د وکړي د تاسي له منځه داسي کس واک ته ورسیږي سي د خپل ولس ساتنه او چوپړ وکړي . تاسي سوډرانو خو په هر څه ګیډه اچولې میمزرما ټول د ملا. مګر پاک ملایان علیمان هم په چیغو ستاسي لوطیانه سر ټکوي او زاړي. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...