یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهد ترکیې حکومت په انقره کې د افغانستان سفارت بند کړ

د ترکیې حکومت په انقره کې د افغانستان سفارت بند کړ

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۹ مه) د ترکیې حکومت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سفارت کنټرول په خپل لاس کې واخیست. د ترکیې د حکومت دا اقدام د طالبانو له بیا واک ته رسیدو درې کاله وروسته، په ترکیه کې د ديپلوماتیکو چارو په مدیریت کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي.

په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې وویل چې، سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست  په ۱۵ د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، څو ځله د دې ماموریت د کنټرول هڅه کړې وه، د ترکیې چارواکو اوس پرېکړه کړې چې د مخکیني حکومت له خوا ګومارل شوي سفیر او یو شمېر ديپلوماتان له دندې لرې کړي.

د بیان له مخې، دا پرېکړه د ترکیې د حکومت د غوښتنې او د ویانا د کنوانسیونونو له مخې شوې، چې له امله یې د افغانستان د جمهوري دولت د دورې د ټولو ديپلوماتانو دنده پای ته رسېږي.

په انقره کې د افغانستان د دیپلوماتانو رسمي باورلیکونه د روان ۲۰۲۵ د فبرورۍ له شپږمې څخه لغوه شوي دي.

د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر سفارتونو او ديپلوماتیکو استازولیو—په ځانګړي ډول په لوېدیځو هېوادونو کې—د هغو ديپلوماتانو له خوا خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې ګومارل شوي وو. خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

لا هم روښانه نه ده چې ترکیه به طالبانو ته د سفارت د کنټرول اجازه ورکړي که نه، او که سفارت به د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تر ادارې لاندې پاتې شي.

ترکیې په استانبول کې د افغانستان کونسلګري طالبانو ته سپارلې ده.

ترکیه د طالبانو له حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نن سبا په افغانستان کې ګڼې تُرکي کمپنۍ په بیلابیلو پراختیايي پروژو کې په کار بوختې دي.

2 COMMENTS

  1. جالبه ده ، د افغانستان اسلامي جمهوریت او ټول پخواني واکمنان لا پخوا مړه او رسمي او نړیواله فاتحه یې اخیستل شوېده ، نه ولسمشر شته ، نه کابینه ، نه پارلمان او نه هغه پنجشیري بدماشان ، خو د سفارتونو پرڅوکیو لا چورواکان کلک نښتي دي .
    ترکیه هم کله کله سم کار کوي .

  2. لعنت دی پر طالبانی بربریت شی. د سوریی مشر هم یو ترهګر وو چی ځان ته یی مجاهد ویل خو کله چی یی حکومت تر لاسه کړ داسی یو سیاست یی غوره کړ چی نړی ورته حیرانه شوه. په خپل سیاست یی هم ولس خپل کړ او ټوله نړی. اوس د سوریی سفارت په ترکی کی پرانیزل کیږی، هیوادونه کوشش کوی چر هر یو زرتر زره د شوریی حکومت په رسمیت وپیژنی. د ملایانو حکومت به تر ابده هیڅ هیواد په رسمیت و نه پیژنی تر څو چی دا جاهلین او بیسواده ملایان په حکومت کی وی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....