پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا...

د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه

تاند (سې شنبه، د سلوغې/ دلوې ۲۲ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سې شنبې (د سلواغې ۲۲ اود فبرورۍ ۱۱ مه) د داعش د خراسان څانګې له لوري افغانستان او سیمې ته د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه دایره کړي.

په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ګډون ولري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي به په سوریې، عراق، او افغانستان کې د داعش د حضور او ګواښونو په اړه نوی راپور وڅېړي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، د داعش خراسان څانګې په وار وار د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

طالبان وايي چې دا ډله د دوی تر واک ته رسیدو مخکې د جمهوري نظام په مهال په افغانستان کې زیاته فعاله وه او دوی توانېدلي چې دا ډله وځپي.

په وروستیو ورځو کې هم طالبانو وویل چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې یې د داعش یو شمېر غړي له وسلو او اسنادو سره نیولي دي.

طالبان وايي چې د داعش ډلې د روزنې او تجهیز مرکزونه په بلوچستان کې دي او د بریدونو لپاره له هغه ځایه افغانستان ته راستول کېږي.

پاکستان بیا وايي چې د ټي ټي پي غړي د بریدونو لپاره له افغانستانه پاکستان ته اوړي.

طالبان وايي، د داعش له پاکستانه کنټرولېدونکې شبکه یې له منځه وړې

 

2 COMMENTS

  1. باید د امنیت شورا اوس د پاکستان په اړه او همدارنګه د نړیوال جنګی جرایمو محکه پریکړه وکړی او دوی په پوځی او استخباراتي چارواکو بندیز ولګوی

  2. ملګري ملتونه او نړیوال قدرتونه که رښتیا د داعش له تورې او جاهلې ډلې تشویش لري ، ښه به دا وي ، چې د داعش اصلي ځالې او د هغوي روزنکي په نطفه کې له منځه یوسي . د روزلو مرکزونه او د هغوی ځالې په پاکستان کې دي .
    که چاته د هغوی د روزلو آدرس معلوم نه وی ، د پنجاب په بلوچستان کې دې ورپسې وګرځي ، حتما یې پیدا کوي او یا د د پنجاب آی اس آی راټینګ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...