یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+په مینه کې ناکامي – ولې دومره دردناکه وي؟

په مینه کې ناکامي – ولې دومره دردناکه وي؟

تاند – په موږ کې ډېرو خلکو په مینه کې ماته تجربه کړې ده. دا هغه شېبه ده چې نړۍ راته تیاره ښکاري، غمجنه یوو او نور هیڅ شی د پخوا په څېر نه‌ وي. کېدای شي په ظاهره زموږ په بڼه کې څوک کوم بدلون ونه ویني، خو زموږ دننه یو طوفان وي. خو ولې جلا والی دومره دردوونکی وي؟ زموږ په بدن کې څه بدلون راځي؟

د بدن او ذهن اغېز

د اروادرملنې او عاطفي زیانونو متخصصه امیلي مشبرن،  وايي چې په مینه کې ماته نه‌ یوازې زموږ احساسات، بلکې زموږ رواني او حتی فزیکي وضعیت هم اغېزمنوي. نوموړې وايي: «کله چې یوه اړیکه پای ته رسېږي، د  رد کېدو، غم او زیانمنېدو احساس پیدا کېږي. دا احساسات طبیعي دي، خو له هغو سره مقابله او په ورځني ژوند کې ورسره عادي کېدل اسانه نه دي.»

د مغز غبرګون او تکاملي عوامل

د کلینیکي ارواپوهې او د پوهنتون استادې، ډاکټر سابرینا رومانوف، په وینا په مینه کې ماته زموږ پر ذهن او بدن داسې اغېز کوي لکه د یو عزیز له لاسه ورکول. د تکامل له نظره، انسانان د بقا لپاره قوي عاطفي اړیکو ته اړتیا لري. پخوا، د نورو کسانو ترڅنګ اوسېدل د امنیت ضمانت و، ځکه یوازیتوب خطر او حتی مرګ ته لاره هواروله.

په مغز کې څه بدلون راځي؟

رومانوف وايي: «کله چې یوه ژوره عاطفي اړیکه پای ته ورسېږي، زموږ عصبي سیستم ګډوډېږي، او موږ د یوازیتوب، رد کېدو او پرېښودل کېدو احساس کوو. د لرغوني انسان لپاره دا احساسات د مرګ معنا لرله.»

له عاطفي غم سره مقابله

له دې غم سره مقابله کول له ذهني پلوه سخت کار دی. مشبرن وايي: «د یوې اړیکې پای‌ ته رسېدل، یعني د ژوند هغه برخې له لاسه ورکول چې موږ ورسره بلد شوي وو. د نوي توازن موندل او د تېر وخت لپاره سوګند کول یوه ستره ننګونه ده.»

د مینې ماتې فزیکي، ذهني او رواني اغېزې

مشبرن وايي، په مینه کې ماته بېلابېلې فزیکي نښې رامنځته کولی شي، لکه د اضطراب حملې، د خوب او خوراک په بڼه کې بدلون، هاضمي ستونزې، او د ستړیا احساس. دا فزیکي نښې ډېر وخت له ذهني ستونزو سره یوځای راځي، چې دا چاره  هم له رواني او هم له بدني پلوه ستومانوونکې ده.

د بدن فزیکي غبرګون

د ډاکټر سابرینا رومانوف په وینا، خلک د جلاوالي غم یوازې په ذهن کې نه، بلکې په بدن کې هم تجربه کوي. دا چاره د بې‌کرارۍ، عصبي تحریک‌مننې، او د مغز د فعالیت د لوړو ژورو سبب ګرځي. یو څوک ممکن د بې‌تابۍ احساس وکړي، لاسونه او پښې یې بې‌اختیاره وخوځېږي، توندې خبرې وکړي، یا برعکس، کرار او غلی شي.

د هورموني بدلونونو اغېز

نوموړې زیاتوي، ځینې کسان د هورمونونو د بدلون له امله د ویښتو تویېدو، د وزن د زیاتوالي یا کمښت، او د دوپامین د تولید د کموالي له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د مینې ماتې ذهني او رواني اغېزې

ډاکټر رومانوف باور لري، له ناکامې مینې روغ رمټ کېدل یوازې «هېرول» نه دي، بلکې دا یو ژوره پروسه ده چې د غم بېلابېل پړاوونه لري. یو کس نه‌ یوازې خپل عاطفي ملګری/ ملګرې له لاسه ورکوي، بلکې هغه راتلونکی هم بایلي چې د ځان لپاره یې تصور کاوه. بېرته مجرد ژوند ته ستنېدل هم یوه ستره ننګونه ده، ځکه اوس باید له هغو واقعیتونو سره مخامخ شي چې شاید پخوا یې ترې تېښته کوله.

هغه تشریح کوي، خلک د جلاوالي پر مهال د انکار، غوسې، چېنې وهلو، خپګان، او بالاخره د منلو پړاوونه تېروي. همدارنګه، ځینې کسان د خپلې تېرې اړیکې یادونه بیا بیا په ذهن کې تکراروي، چې دا چاره یې له رواني پلوه په تېر وخت کې بند ساتي او د ژوند دوام ورته ستونزمنوي.

د مینې د ماتې له اغېزو سره مقابله او بېرته عادي ژوند ته ستنېدا

په مینه کې له ناکامۍ څخه د وتلو لپاره کومه جادويي نسخه نشته. تقریباً هر څوک دا تجربه لري، نو که تاسې دا مهال له دې مرحلې تېرېږئ، پوه شئ چې یوازې نه ‌یاست. لاندې څو اغېزناکې لارې شته چې ډېرو خلکو ته یې مرسته کړې ده:

۱. خپل ځان ته وخت ورکړئ

هیڅ شی د وخت په څېر درسره مرسته نه‌ شي کولی. امیلي مشبرن ټینګار کوي، په مینه کې د ناکامېدو له کړاوه د وتلو لپاره وخت ته اړتیا لرئ، او باید خپل ځان ته دا فرصت ورکړئ. د هر چا د رغېدنې بهیر توپیر لري، نو باید له ځان سره بې‌ځایه سختي ونه‌ کړئ. مهمه دا ده چې خپلو احساساتو ته اجازه ورکړئ، ترڅو په تدریجي ډول یې تحلیل کړئ او بېرته عادي حالت ته راوګرځئ.

هغه وايي: «ځینې خلک د ځان د رغېدو لپاره یوه ټاکلې موده مشخصوي، خو دا کار یوازې نور زیان رسوي. که په دې ټاکلې موده کې رغېدل ممکن نه‌ وي، دا چاره د ګناه د احساس، خپګان، او اضطراب سبب کېږي. حال دا چې د یوې اړیکې د هېرولو لپاره کوم ثابت وخت نشته.»

په مینه کې د ماتې د رغېدو عملي لارې

۱. یو نوی مصروفیت ومومئ

ډاکټره سابرینا رومانوف سپارښتنه کوي چې په مینه کې د ناکامۍ پر مهال، ځان ته یو نوی مصروفیت یا مشغولیت پیدا کړئ. که تاسې پخوا ډېر وخت له خپل عاطفي ملګري/ ملګرې سره تېراوه، نو اوس دا فرصت دی چې خپل ژوند ته نوې طرحه ورکړئ. هغه فعالیتونه بیا پیل کړئ چې پخوا مو خوښېدل یا هغه کارونه ترسره کړئ چې تل مو د هغو د ازمویلو هیله لرله.

۲. خپل ټولنیز ژوند بیا جوړ کړئ

په ډېرو عاطفي اړیکو کې، یو فرد د خپل ټولنیز ژوند له یوې برخې ناخبره پاتې کېږي. له جلاوالي وروسته، دا احساس پیدا کېدای شي چې نه‌ یوازې خپل ملګری/ ملګرې، بلکې خپل ټولنیز ملاتړ هم له لاسه ورکړئ.

رومانوف سپارښتنه کوي: «له هغو دوستانو او عزیزانو سره بیا اړیکه ونیسئ، چې ښایي د اړیکې پر مهال ورڅخه لیرې شوي یاست. د خپلو عزیزانو ملاتړ ترلاسه کړئ، احساسات مو ورسره شریک کړئ، او د دوی په مرسته دا سخت پړاو اسانه کړئ.»

۳. له خپل ځان سره مهربان اوسئ

څېړنې ښيي چې هغه کسان چې په مینه کې له ماتې وروسته د خپلو احساساتو د اظهار، ستونزو د حل، او مثبت فکر په څېر رواني میکانیزمونه غوره کوي،  له خپګان او اضطراب سره لږ مخامخ کېږي. برعکس، هغه کسان چې د انکار، له حقیقت څخه تېښتې، او د ځان ملامتولو چلند خپلوي، زیات زیان ویني.

که مو احساس وکړ چې له دې مرحلې تېرېدل درته ستونزمن شوي او خپل پخوانی حالت مو بایللی، نو د یو رواني متخصص مشوره واخلئ. هغوی درسره په دې بهیر کې مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....