تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش د خراسان څانګې (ISIS-K)، القاعده، او د ختیځ ترکستان د اسلامي حرکت (ETIM) د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د ترهګرۍ پر ضد د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکووف امنیت شورا ته وویل چې داعش خراسان لا هم په افغانستان، سیمه، او له هغې ورهاخوا یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: «راپورونه ښيي چې یو محدود شمېر بهرني ترهګر لا هم افغانستان ته سفر کوي.»
نوموړي د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې پر ترهګریزو فعالیتونو په مرکز د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.
په امنیت شورا کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې هم د داعش خراسان د پراخېدونکو وړتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د امریکا استازې دوروتي شی وویل، واشنګټن د دې ډلې د جلب و جذب او بریدونو د وړتیا، په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې، جدي اندېښمن دی.
هغې وویل:«موږ لا هم د داعش خراسان د دې وړتیا په اړه اندېښمن یوو چې بریدونه طرحه او ترسره کوي، او د جذب هڅې دوام ورکوي، په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې.»
د چین استازي فو کانګ له طالبانو وغوښتل چې د سختدریځو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
په سوریه او عراق کې د داعش ګواښ
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ترهګرۍ ضد چارو مرستیال په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له پرزېدو وروسته په دغه هیواد کې داعش ته د ودې د امکاناتو او د دې ډلې د کمپونو یادونه وکړه، ویې ویل چې په دغو کمپونو او زندانونو کې تر ۷۰۰ ډېر عراقي اتباع، سلګونه سوریان او ۸۶۰۰ تنه د نورو هېوادونو وګړي ساتل کېږي.
ورونکوف وویل چې په عراق کې خپل اصلي هېوادونو ته د داعش د جنګیالیو د لېږدېدو بهیر ډېر ورو روان دی، او تر اوسه یوازې ۷۶۰ کسان عراق ته ستانه شوي دي.
ورونکوف د امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنه بیا تکرار کړه، چې هېوادونه باید خپل اتباع په عزتمن ډول بېرته ورولي.
نوموړي له هېوادونو وغوښتل چې د خپلو وګړو د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
په لوېدیځې افریقا کې د داعش خطر
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د نړۍ په نورو برخو، په ځانګړي ډول لوېدیځې افریقا کې، د داعش پر فعالیتونو هم اندېښنه وښوده.
نوموړي وویل، داعش په لوېدیځه افریقا کې ګڼ بریدونه کړي، چې نظامي او ملکي اهداف یې په نښه کړي دي، او حتی ښوونځي هم د دې ډلې د بریدونو هدف ګرځېدلي.
ورونکوف وویل چې د داعش دا بریدونه په ځینو مواردو کې له “وحشتناکو” تلفاتو سره مله وو.
د چین د استازي څرګندونې
د ملګرو ملتونو لپاره د چین سفیر فو کانګ د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې داعش او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او یو له بل سره همکاري کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډلې د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړولی شي.
د چین سفیر په افغانستان کې د داعش، القاعده، او د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت (د چینایي ایغور مسلمانانو سختدریځه ډله) د حضور یادونه وکړه.
هغه له طالبانو وغوښتل چې “په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره مشخص او عملي اقدامات تر سره کړي.”