تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) د بلوچ لبریشن آرمي (بی اېل اې) په نوم د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې د دوی جنګیالیو د پاکستاني پوځ او ساحل ساتونکو (کوسټ ګارډ) پر ځواکونو دوه جلا بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د دې ډلې د مادعا له مخې، د بی اېل اې جنګیالیو د پسني ښار د ساحل ساتونکو پر مرکزي کمپ د اتومات وسلو برید وکړ، او همداراز یې له لاسي بمونو په کار اخیستلو کمپ په نښه کړی چې له امله یې پاکستاني ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعا پهاړه تراوسه څه نه دي ویلي.
بی اېل اې زیاتوي، چې د دوی جنګیالیو له مخکینۍ طرحې سره سم، د بنګله بازار په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د تګراتګ پر لاره کې یو ماین ځای پر ځای کړی و. له برید وروسته، د پاکستاني پوځ درې ګاډي د پېښې ځای ته ورسېدل، چې په ریموټ کنټرول بمي برید کې یو موټر په نښه شو. د دې چاودنې په پایله کې، پنځه پاکستاني سرتېري ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
بی اېل اې ادعا کوي، چې له برید وروسته پاکستاني ځواکونو پر ملکي وګړو ډزې کړې، او د خپلو تلفاتو د پټولو لپاره یې د دوی د جنګیالیو د مرګ ژوبلې دعوې وکړې. د دې ډلې په وینا، پاکستاني پوځ د شپې مهال ګڼ شمېر ملکي وګړي جبري تري تم کړي دي.
بلوچ لبریشن آرمي د دې بریدونو مسؤولیت منلی او ټینګار یې کړی، چې د پاکستاني ځواکونو او د هغوی د همکارانو له لوري د بلوچ ولس پر وړاندې د هر ظلم حساب به اخلي.
په بلوچستان کې په وروستیو کلونو کې ناکرارۍ ډېرې شوي او د پاکستان پوځ ته ډېرې مرګ ژوبلې اوښتې دي.