تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۳ مه) له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګچینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو.
تر دې وړاندې هم له چین څخه افغانستان ته څو ځلې په سوداګري وسایلو بار ریلګاډي افغانستان ته راغلي خو دې بهیر دوام نه دی کړی. خو چینايي چارواکي دا یو نوی پیل بولي.
د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.
چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګچینګ او افغانستان سره ونښلوي.
د “ZTE” شرکت استازي، لیو جیانفینګ، وویل:
“د مستقیم بار وړونکي اورګاډي له لارې، د ترانسپورت موده د پخواني سړک ترانسپورت په پرتله درې تر پنځه ورځو پورې کمه شوې، او تمه کېږي چې د لوژستیکي لګښتونه ۱۵ تر ۲۰ سلنه راټیټ شي.”
د “Yuxin’ou (چونګچینګ) لوژستیکي شرکت” اجرايي چارواکي، ژو رونکیو، وویل:
«د چونګچینګ او افغانستان ترمنځ د مستقیم بار وړونکي اورګاډي بریالی پيل، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ژورتیا لپاره یو بل ګام دی.»
د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې، چونګچینګ هڅه کړې چې خپل ځان د یو مهم داخلي سوداګریز مرکز په توګه تثبیت کړي، چې له دې ښار څخه د چین-اروپا بار وړونکي اریلګاډو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تلونکو اورګاډو شمېر او د بار د انتقال ظرفیت مخ پر زیاتېدو دی.
تر دې دمه، له چونګچینګ څخه تر ۱۸,۰۰۰ زیات بار وړونکي ریلګاډي له ۵۰ څخه په ډېرو منظمو لارو تېر شوي، چې له ۱۰۰ څخه زیاتو سوداګریزو ښارونو او سیمو ته رسېدلي دي.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې، د چین-اروپا بار وړونکي اورګاډي (Yuxin’ou) د چونګچینګ له ښار څخه د جرمني “ډویسبرګ” ښار ته تګ راتګ پیل شو، چې د چین او اروپا ترمنځ یې یوه مستقیمه سوداګریزه لاره پرانیسته.
خو افغانستان ته د چین په دې ریلګاډي کې، چې پرون راروان شو، د چین د “ZTE” مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل بار دي چې د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره به وکارول شي.