لیکوال : احمدشاه انګار
سریزه
د سوریې او افغانستان ترمنځ پرتله، په ځانګړي توګه د طالبانو او هیت تحریر الشام (HTS) ترمنځ، ډیری وختونه د جیوپولیټیکي، ستراتیژیکو، او استخباراتي توپیرونو ته له پام پرته کیږي. ځینې منتقدان پوښتنه کوي چې ولې طالبان، چې د دوی په وینا د اسلامي حکومت مشري کوي، د سوریې د HTS په څېر عمل نه کوي. خو دا پرتله ناسمه ده، ځکه چې د دواړو شخړو تر شا نړیوالې ګټې، سیاسي موخې، او استخباراتي ستراتیژۍ بېلابېلې دي.
جګړه، د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې، د احساساتو یا شخصي انګیزو پر بنسټ نه، بلکې د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو وسیله ده. لکه څنګه چې امریکايي پوه جان میرشایمر په (The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy) کتاب کې یادونه کړې، د بوش دوکتورین او د “شر محور” (عراق، سوریه، او ایران) دښمن اعلان، یوازې د امریکا تګلاره نه وه، بلکې د اسرائیل د ستراتیژیکو ګټو تر اغېز لاندې وه.
دا مقاله د سوریې او افغانستان د شخړو ترمنځ اساسي توپیرونه څېړي، د دوی جیوپولیټیکي او جیوستراتیژیک ارزښتونه تحلیلوي، او دا ارزوي چې ولې د افراطیت او رژیم د بدلون بیلابیلې کیسې د دواړو هېوادونو لپاره طرحه شوي دي.
سوریه: د رژیم د بدلون ستراتیژیک دلایل
د سوریې حکومت او د دې ستراتیژیک موقعیت
د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې، سوریه د اسرائیل یو قوي مخالف و او درې جګړې یې ورسره کړې وې. سربېره پردې، سوریې له ایران او روسیې سره نږدې اړیکې درلودې، چې دا یو جیوپولیټیک محور و چې د اسرائیل، سعودي عربستان، او متحده ایالاتو امنیتي ګټو ته مستقیم ګواښ و.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۷ کال کې د چاتم هاوس ته په وینا کې وویل چې ایران د خپلو نیابتي ډلو له لارې په منځني ختیځ کې یوه “امپراتوري” جوړه کړې او اسرائیل یې محاصره کړی. هغه واضح کړه چې اسرائیل به دا جیوپولیټیکي حقیقت ونه زغمي. دا لیدلوری د اسرائیل او امریکا د بهرني سیاست موخې وټاکلې، چې اساسي هدف یې د اسد د رژیم له منځه وړل وه ، ترڅو د ایران نفوذ ضعیف کړي.
جګړه د رژیم د بدلون لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شوه
د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، امریکا، اسرائیل، او د دوی سیمه ییزو متحدینو – په ځانګړي توګه سعودي عربستان او ترکیی – بېلابېل وسله والې ډلې جوړي کړې، څو سوریه بې ثباته کړي. دې ډلو ته اسلامي سختدریځي عناصر ورزیات شول، چې وروسته د HTS او داعش په څېر جوړښتونه ترې رامنځته شول.
د دې پالیسۍ تر شا اساسي حساب دا و: د سوریې دولت کمزوری کول، ترڅو دا د ایران او روسیې قوي متحد پاتې نشي.
د سختدریځو ډلو د روایت بدلون
کله چې د سوریې دولت له منځه یوړول شو، د سختدریځو ډلو رول بدل شو. احمد الشرع، چې پخوا د داعش قوماندان و او د زرګونو ښځو د غلامولو، جنګي جنایتونو، او ډلهییزو وژنو مسؤل و، ناڅاپه خپل دریځ بدل کړ. هغه ځان د “د ښځو د حقونو ملاتړی” معرفي کړ، طالبانو ته یې انتقاد وکړ، او ویې ویل چې د طالبانو پالیسۍ د افغان کلتور برخه ده، چې دا خبره مطلق غلطه ده او دواقعت څرګندونه نه کوي ، ځکه که په افغانستان کې د طالبانو کړني د افغان کلتور برخه وي، نو بیا ویلای شو چې په عراق او سوریه کي چې همدا ابو محمد الجولاني د مختلفو قومونو ښخي مینځیاني کړي او په بازارونو کي يي پلورلې هغه هم د عربو او د دې هیوادونو فرهنګ وو ، حال دا چې دا خبره حقیقت نه لري ، ځکه هلته هم د افراطیت کارول یوه استخباراتي ستراتيژي وه او افغانستان کي هم چي طالبان څه کوي استخباراتي ستراتیژي ده ، هلته چي ماموریت ختم شو همدا جبهه النصره او داعش په هیت تحریر الشام بدله شوه او خپل وحشت او افراطیت يي ختم کړ، لکه کلونه مخکي چې افغانستان کي د مجاهدینو ماموریت ختم شو او اکثره مجاهدینو ږیري و خرولې او غربي لباسونه يي په تن کړل ، لکه احمد الشرع ځانونه يي دموکرات معرفي کړل او د هغه مخکي يي کابل او نورو ولایتونو کي د ښځو پر مخ تیزاب شندل .
اصلي خبره دا ده چې دا بدلون د عقیدوي اصلاح نتیجه نه وه، بلکې د بدلېدونکي جیوپولیټیک وضعیت یو انعکاس و. کله چې افراطیت خپل هدف ترلاسه کړي، د دې مشران خپل دریځ ته تغیر ورکوي، ترڅو له نوو جیوپولیټیکي حقایقو سره ځانونه اعیار کړي . دا په یاد ولرۍ هر کله چې په افغانستان کي استخباراتي او جیو پولیټیک هدفونه تر لاسه شي ، همدا طالبان به د احمد الشرع او مجاهدینو په څیر و ګورۍ چې خپل شکلونه او حرکتونه بدل کړي، ځانونه به عصري ښيي،لکه د دوحې مذاکراتو ته چې یو لړ طالبانو خپلي څیرې بدلي کړي وې.
ولې افراطیت په سوریه کې دوام ونه موند؟
د سوریې د دولت ړنګول د جګړې اساسي هدف و، په سوریه کې د دې افراطي ډلو رامنځته کول د دې لپاره وه چې هلته خلک د سوريي د دولت پر ضد را پورته کړي څو د سوريي دولت را چپه کړي، کله چې دا هدف ترلاسه شو، د سختدریځو ډلو اړتیا هم ختمه شوه. برعکس، د افغانستان وضعیت د اوږدمهاله بې ثباتۍ ته اړتیا لري، نو ځکه افراطیت هلته دوام لري. ،همداسي یوه ستراتیژي د سړې جګړې په وخت کي د سردار داؤد خان په وخت کي پاکستان کي پیل شوه او د ډاکتر نجیب الله د دولت په سقوط منتج شوه او بیا د جمهوري دولت د چپه کېدو لپاره هم ددې ستراتيژي څخه کار واخیستل شو او تر اوسه لا دوام لري .
افغانستان: د کنټرول شوې بې ثباتۍ ستراتیژیک اړتیا
د افغانستان جیوپولیټیک اهمیت
افغانستان یو ځانګړی جیوپولیټیک موقعیت لري، چې د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ پروت دی. دا له چین، ایران، او د پخواني شوروي له جمهوریتونو سره پوله لري، چې دا د نړیوالو قدرتونو لپاره یو مهم سیمه ییز مرکز جوړوي.
متحده ایالاتو د “آسیا ته محورPivot of Asia ” ستراتیژي جوړه کړې، چې هدف یې د چین او روسیې مخنیوی دی. که افغانستان باثباته شي، نو د چین د یو کمربند، یوه لار (BRI) پروژه به وده ونه کړي، او د روسيي لپاره به هم سرخوږی جوړ کړي . د دې مخنیوي لپاره، په افغانستان کې د کنټرول شوې بېثباتۍ ساتل د امریکا د ستراتیژیکو ګټو برخه ده.
د امریکا پخوانی د ملي امنیت سلاکار ژبیګنیو پرژنسکي په خپل کتاب د شطرنج ستره تخته کتاب کي کاږي چې افغانستان په ۲۱ پیړۍ یو ځل بیا هم د سترو قدرتونو د ستراتيژيکو سیالیو مرکز وي او که امریکا غواړي خپل ستراتيژيک رقیبان لکه روسیه او چین ووهي ، بهترین جیو ستراتيژيک موقعیت د نباتي جګړې لپاره افغانستان دی.
د افراطیت په پراخولو کې د طالبانو رول
په سوریه کې، سختدریځي د یوې مؤقتي وسیلې په توګه وکارول شوه، خو په افغانستان کې لا افراطیت خپله موخي ته نه دی رسېدلی . د طالبانو حکومتدارۍ ماډل ایدیولوژیکه القاح (indoctrination) دی، ترڅو راتلونکي نسلونه جګړې ته چمتو کړي.
طالبان یو داسې سختدریځ اسلامي نظام ترویجوي، چې د اوږدمهاله بې ثباتۍ لامل کیږي. دا د افغانستان د کلتور نتیجه نه ده، لکه څرنګه چې ځینې منتقدین وايي، بلکې دا یوه استخباراتي ستراتیژي ده، چې موخه یې جګړه اوږدول دي.
ولې په افغانستان کې افراطیت ته وده ورکول کیږي؟
برعکس د سوریې، چیرې چې سختدریځي یوازې د رژیم د بدلون لپاره کارول شوې، افغانستان یو اوږدمهاله ستراتیژیکه شتمني ده. د افراطیت شتون د دې تضمین کوي چې افغانستان د چین او روسیې لپاره یو امنیتي ګواښ پاتې شي.
سربېره پر دې، متحده ایالاتو او متحدینو یې تل افغانستان د خپلو مخالفینو پر ضد د جګړې د ډګر په توګه کارولی. د سړې جګړې پر مهال، افغانستان د امریکا لپاره د شوروي اتحاد پر ضد یو مهم جبهه وه. نن، افغانستان د چین د پراخېدونکي نفوذ پر ضد د یو مهم جیوپولیټیک فشار نقطه پاتې ده.
د افراطیت د نقش پرتله په سوریه، عراق، او افغانستان کې
د احمد الشرع په څېر سختدریځو مشرانو بدلونونه دا ښیي، چې افراطیت یوازې یو خپلواکه ایډیالوژي نه ده، بلکې د بهرني سیاست د موخو لپاره یو وسیله ده.
په عراق او سوریه کې، سختدریځي د حکومتونو د ړنګولو لپاره وکارول شوه ، او کله چې دا موخه ترلاسه شوه، نو دا ډلې نورې اړتیا نه درلودې. خو په افغانستان کې، افراطیت د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو لپاره لازم دی.
دا یوه واضح نمونه ده: کله چې افراطیت د نړیوالو قوتونو ګټو ته خدمت کوي، نو هڅول کیږي. او کله چې اړتیا ورته نه وي، د دې مشران ناڅاپه خپل دریځ بدلوي. له همدې امله، تمه کیږي چې کله افغانستان خپل جیوپولیټیک هدف ترسره کړي، طالبان به هم، لکه د HTS مشران په سوریه کې، خپل دریځ بدل کړي.
پایله
د سوریې او افغانستان پرتله، په ځانګړي توګه د افراطي ډلو رول، د دواړو شخړو تر شا د اساسي جیوپولیټیک توپیرونو له درک پرته ترسره کیږي.
په سوریه کې، اساسي هدف د دولت کمزوری کول و، ترڅو دا د ایران او روسیې یو قوي متحد پاتې نشي. کله چې دا موخه ترلاسه شوه، نو د افراطي ډلو اړتیا پای ته ورسېده.
خو په افغانستان کې، افراطیت د اوږدمهاله ستراتیژیکې بې ثباتۍ لپاره هڅول کیږي، ترڅو چین او روسیه مهار کړي. د طالبانو سختدریځه اداره د افغان کلتور انعکاس نه دی، بلکې د نړیوالو استخباراتو یوه سناریو ده.
جګړه د ایډیالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د ګټو پر بنسټ ده. د افراطیت د بیلابیلو کړنلارو تحلیل، د نړیوالو ستراتیژیو د درک لپاره ضروري دی.
ښه ليکنه ده او ېو ټکو ته يي اشاره کړي.
زما پوښتنه داده چې ولو د امريکا په لاس جوړه دغه استخباراتي ستراتيژي په خاصه توګه په افغانستان کي کاميابه ده او ولي روس، چين، او نور ددي ستراتيژۍ د بدلولو توان نه لري.
دا زه هم منم چي په افغانانو کي به دا توانايی پيدانشي…
مننه
تر ډیره حده ښه تحلیل دی.
د جورج بوټ یا جورج بوش لخوا ( ایران، عرتق او شمالی کوریا) د شرارت محور وبلل شول ( البته جورج بوش او هر امریکائی خپله د شرّ او فساد ځالی دی).
بله خبره دا ده چی سوریه به اوسمهال آرام او رام ښکاری خو لیری نه ده چی داخلی خونړی جګړې پکی را منځته او د سیمی هر شرمښ ( یهودی اشغالګران، ترکیه، قطر، امارات، سعودی، حتی امریکا او… ) د سورئی د بدن هر غوَښن غړی پرې او سوریه په یو وچ اسکلیټ بدل کړی.
د افغانستان راتلونکی وضعیت اوسمهال د پیش ګوئی او پیش بینی په غالَب کی نه ځائیږی.
سلام
په پوله کې پاکستان له یاده پاتې دی خو افغانستان اوسوریه ډیر نور توپیرونه شته چې له مقایسې وځی
که تاسو په جریان کې یاست همدا اوس ترکیی مشر پاکستان ته راغي او هند مشر نریندا مودی امریکا ته لاړه او دا څوکاله کيږی چې د چین او امریکا ترمینځ د تایوان لفظي شخړه روان ده همدارنګه د ایران سره په جګړه کې کیدای شي امریکا د اسرایلو د همکاری لپاره له پاکستان همکاری وغواړی نو دا چې ترکیی او اسرایلو په ګډه د سوری نوی جوړولو کې مرسته کړی امکان دې ولری چې پاکستان داځل له امریکا سره د ایران او چین په وړاندې نظامی آډو په ورکړه کې مرسته وکړی ځکه پاکستان ۲۰۰۱ کې امریکا ته آډه ورکړه او آفغانستان ته امریکا داخل شوه، نو یو کل په جریان کې پاکستان زیات چینایی انجنیران ووژل شول چې پدې ټولو پخپله د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس ده نو پدې چین او ایران او روسیه ښه پوهیږی خو که روسیه او چین او ایران ترینه لاره بیله نکړی نو پاکستان به د دوی لپاره سرخوږی جوړ کړی