شنبه, مارچ 22, 2025
Homeخبرونهایران وايي، له افغانستان سره یې د اوبو ستونزه جل کړې

ایران وايي، له افغانستان سره یې د اوبو ستونزه جل کړې

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) په افغانستان کې د ایران لوړپوړي استازي علي رضا بیکدلي ویلي چې د هلمند د سیند د اوبو د حق پر سر د ایران اوږدمهاله شخړه له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې حل شوې ده.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، بیکدلي ویلي چې دا توافق د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ د ایراني پلاوي او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خبرو پایله ده.

بیکدلي زیاته کړه:
«د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر پر مهال، د افغانستان چارواکو (طالبانو) یو ځل بیا د ۱۳۵۱ هـ.ش د اوبو د تړون پر عملي کېدو ټینګار وکړ او د سیستان او بلوچستان د اوبو اړوند ستونزو ته د اسلامي ورورولۍ له روحيې سره د حل اراده یې وښوده.»

د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې

بیکدلي د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې هم مهمې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیز تجارت په تېرو نهو میاشتو کې له ۲ میلیارده ډالرو اوښتی دی.

هغه وویل چې د اقتصادي همکاریو پراختیا د تهران لپاره یو لومړیتوب دی.

د مخدره موادو پر ضد د طالبانو اقدامات

ایراني دیپلومات د تریاکو د کر او د مخدرو موادو د قاچاق پر ضد د طالبانو بندیز وستایه او د مخدرو موادو د کنټرول او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې یې د ایران ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړه.

هغه وویل:
«د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد مبارزه زموږ د همکاریو یو مهم اړخ دی. دا مهال دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد په اقداماتو کې ښکېل دي.»

کابل ته د عباس عراقچي سفر

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د جنورۍ پر ۲۶مه کابل د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.

هغه په دې سفر کې د طالبانو له رييس الوزرا، بهرنیو چارو او دفاع وزیر سره خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د عراقچي سفر له طالبانو سره د متقابلو ګټو او اندېښنو پر بنسټ د دوامداره تعامل یوه برخه وبلله.

د ایراني چارواکو په وینا، په دې خبرو کې د هلمند د اوبو د حقونو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د مخدره موادو کنټرول، کډوالو، او د سرحدي امنیت په ګډون یو شمېر مهم موضوعات وڅېړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....