یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهفرانسه پر مصنوعي ځیرکتیا نژدې ۱۱۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي

فرانسه پر مصنوعي ځیرکتیا نژدې ۱۱۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۹) له «فرانس ۲» خبري چاینل سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې فرانسه به په راتلونکو کلونو کې په مصنوعي ذهانت (AI) ۱۰۹ میلیارد یورو پانګونه وکړي.

مکرون دا اعلان د پاریس له لوري د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې غونډې د کوربه‌توب پر مهال وکړ.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هم د جنورۍ په نیمایي کې د «سټارګېټ» (Stargate) پلان د یوې برخې په توګه د ۵۰۰ میلیارده ډالرو پانګونې خبر ورکړی و.

امانویل مکرون زیاته کړه چې دا پانګونه به د متحده عربي اماراتو، د لویو امریکايي او کاناډايي پانګوالو صندوقونو، او فرانسوي شرکتونو په همکارۍ ترسره شي.

له هغه څه کم دوه کاله وروسته چې “چټ‌جي‌پي‌ټي” د مصنوعي ذهانت نوې بڼه خلکو ته وړاندې کړه، او په داسې حال کې چې د مصنوعي ذهانت نوښتونه تر ډېره د امریکا او چین له خوا رهبري کېږي، اروپایي هېوادونه، په ځانګړي ډول فرانسه، هڅه کوي چې په دې برخه کې شاته پاتې نه شي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) له یو شمېر فرانسوي ورځپاڼو سره په مرکه کې د هغه څه یادونه وکړه چې ده “فرانسوي او اروپایي مصنوعي ځیرکتیا” وبلله.

مکرون د مصنوعي ځیرمتیا په اړه وویل: «ایا موږ چمتو یوو چې د بشپړې خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړو؟ که نه، اجازه ورکوو چې دا سیالي یوازې د امریکا او چین ترمنځ محدوده پاتې شي؟ که اروپا په دې برخه کې ګام واخلي او بهیرونه چټک کړي، نو د سیالۍ لپاره به یو مهم کارت ولري.»

دا څرګندونې درې ورځې مخکې له هغه وشوې چې په پاریس کې د «مصنوعي ذکاوت په برخه کې د اقداماتو» دوه ورځنی کنفرانس ترسره شي، چې فرانسه او هند یې په ګډه مشري کوي.

تمه ده چې په دې کنفرانس کې د یو شمېر هېوادونو مشران، د ټکنالوژۍ شرکتونو مشران، او د “اوپن‌ا‌ې‌آ‌ی” شرکت اجرايي رئیس سام الټمن، چې د “چټ‌جي‌پي‌ټي” بنسټ یې ایښی، ګډون وکړي.

د دې کنفرانس تر پیل مخکې، فرانسې له متحده عربي اماراتو سره د ۵۰ میلیارد یورو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړی چې له مخې به یې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو ځانګړی مرکز رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...