تاند (دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۲مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمی خلیلزاد، د ایلن ماسک له لوري د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او امریکا غږ د فعالیتونو د درولو د غوښتنې ملاتړ کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دغو رسنیو فعالیت باید وڅېړل شي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «هغو کسانو چې دغه پروګرامونه یې له نژدې کتلي، راپور ورکړی، چې ځینې برخې یې د امریکا د پالیسیو د ملاتړ پر ځای، داسې ښکاري چې خبریالانو له لوري نه بلکې د (سیاسي) فعالانو له لوري چلول کیږي.»
هغه زیاته کړه چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې باید د امریکا د ګټو پر ضد ونه کارول شي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې ایلن ماسک، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او امریکا غږ د فعالیتونو د درولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د دغو رسنیو مسوولان «چپ افراطي لېوني» بللي دي او ویلي یې دي چې په داسي حال کې د امریکا میلیارد ډالره پرې ضایع کېږي چې ګټه یې نه شته.
هو لعنتي خنزیرزاده! تا خو د افغان ولس په وینو ځان ښه موړ کړل د طغوتي جهاد له برکته. ته یو خنزیر سوډر ملحد مرتد یې 😡
نو خلیلزاد کوښښ کوی چې ایلن ماسک سره څنګ په څنګ لاړ شي ځکه اوس ټرمپ ایلن ماسک د مالي موثریت اداری مسول ټاکلي چې اوس تازه د وزارت دفاع او مالیی وزارت مصارف او کارونه څارنه ورپه غاړه شوی
نو ایلن ماسک غواړی چې نړیوال د راډیو پر ځای له فیسبوک او ټویټر(X) څخه کار واخلی نو د خپلي رساني د فعالیت د پراختیا په خاطر دا غږ پورته کړی مګر خلیلزاد د خپل ډار له وجهی چې ما پوښتنه ونکړی ځکه د افغانستان څخه د امریکا ایستلو پروسی مسول خلیلزاد وو نو اوسنی وزیر دفاع یې د څیړونو غوښتنه کړی نو اوس کوښښ کوی چې ایلن ماسک څخه په استفاده د وزیر دفاع بودجه باندې نیوکه وکړی