Homeخبرونهامریکا ته د تګ په تمه افغانان؛ پاکستان، قطر، البانیا کې له...

امریکا ته د تګ په تمه افغانان؛ پاکستان، قطر، البانیا کې له ورک برخلیک سره مخ دي

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۲مه】اسوشیتډپرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمان، چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر یې ځنډولی، پکې امریکا په تمه افغانان هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه افغانان اوس له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

د راپور له مخې، ځینې دغه کسان په پاکستان، قطر او البانیا کې پاتې دي.

ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته، د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د پناه غوښتونکو د منلو بهیر وځنډوه.

دا په داسې حال کې ده چې بل لورته رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام مشر، شان وېنډیوار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یو لیک استولی.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه شوې، چې د افغان متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي، که نه په خبره یې د هغوی ژوند به لا زیات ګواښ سره مخ شي.

سرچینه د لیک د محتوا پر اساس زیاته کړې، چې دا به په راتلونکو جګړو کې د امریکايي ځواکونو باور ته زیان ورسوي.

بل لورته بیا د امریکا د پخوانیو نظامیانو یو ډلې هم له بهرنیو چارو وزارته ورته غوښتنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه لیک په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...