Homeخبرونهد امریکا بهرنیو چارو وزارت ته؛ د افغان کډوالو د ملاتړ په...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته؛ د افغان کډوالو د ملاتړ په اړه استول شوی لیک

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۲مه】رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام مشر، شان وېنډیوار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یو لیک استولی.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه شوې، چې د افغان متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي، که نه په خبره یې د هغوی ژوند به لا زیات ګواښ سره مخ شي.

سرچینه د لیک د محتوا پر اساس زیاته کړې، چې دا به په راتلونکو جګړو کې د امریکايي ځواکونو باور ته زیان ورسوي.

بل لورته بیا د امریکا د پخوانیو نظامیانو یو ډلې هم له بهرنیو چارو وزارته ورته غوښتنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه لیک په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

دا لیک داسې مهال استول کېږي، چې زرګونه افغانان په بیلابیلو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په انتظار دي، خو ټرمپ د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې امریکا ته د کډوالو د ورتګ مسله وځنډوله.

وبه لیدل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به دغه لیک ته مثبت ځواب ووایي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...