Homeخبرونهامریکا ته د مهاجرت لپاره د ټرمپ وړاندیز ته د جنوبي افریقا...

امریکا ته د مهاجرت لپاره د ټرمپ وړاندیز ته د جنوبي افریقا سپین پوستو «نه مننه» وویل

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۲ مه) د امریکاپه متحدو ایالتونو کې د جنوبي افریقا سپین پوستو ته د پناه ورکولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز رد کړ د جنوبي افریقا د سپین پوستو له هرکلي سره مخامخ نه شو.

ټرمپ د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا د ولسمشر سیریل رامافوسا له‌خوا د “ملکیت د سلب” قانون لاسلیک “بې‌عدالتي” وبلله او په غبرګون کې یې د امریکا د مرستو د بندولو لپاره یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ.

سیریل رامافوسا دا قانون تېره میاشت د ځمکو د ملکیت د نابرابرۍ د جبران لپاره لاسلیک کړی و، چې ریښې یې د جنوبي افریقا د سپین‌پوستو د برلاسۍ دورې ته ورګرځي.

د ټرمپ په فرمان کې راغلي چې د جنوبي افریقا “افریکانر” سپین‌پوستي، چې د “ناعادلانه توکمیز تعصب” قربانیان دي، اوس کولای شي امریکا ته د پناه‌غوښتونکو په توګه ولاړ شي.

“افریکانر” هغه سپین‌پوستي دي چې د لومړنیو اروپايي کډوالو اولادونه دي، او زیاتره یې له هالنډ او فرانسې افریقا ته تللي وو، او د جنوبي افریقا د کرنیزو ځمکو لویه برخه یې په واک کې ده.

۷۸ کلن (نویل ون در مروي)، چې د کیپ‌ټاون په شاوخوا کې اوسي، وايي: «کله چې دلته کومه ستونزه نه‌لرو، ولې باید ولاړ شو؟»

هغه د نوي قانون د تصویب په اړه وايي: «زموږ له ځمکو سره هیڅ بد کار نه‌دی شوی، او خلک خپل کارونو ته په عادي ډول دوام ورکوي.»

دا قانون د ځمکې د ملکیت په برخه کې د نژادي نابرابرۍ د له‌منځه وړلو لپاره تصویب شوی، په داسې حال کې چې د دې هېواد په څلورو کې درې برخې شخصي ځمکې د سپین‌پوستي لږکي په لاس کې دي. قانون د دې اسانتیا برابروي چې دولت د عامه ګټو لپاره د ځمکو مالکیت سلب کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، سپین‌پوستي د جنوبي افریقا د ۶۳ میلیوني نفوس ۷.۲ سلنه جوړوي؛ خو دا شمېرې د “افریکانر” ټول وګړې نه ‌دي مشخص کړي.

ټرمپ په داسي حال کې د جنوبي افریقا سپین پوستو ته بلنه ورکړه چې امریکا ته مهاجرت وکړي، چې امریکا ته یې د شاوخوا ۴۰ زره افغانانو د انتقال مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...