چهارشنبه, مارچ 19, 2025
Home+د منځني ختيځ ناامنۍ؛ د لوی اسراییل جوړولو په هدف

د منځني ختيځ ناامنۍ؛ د لوی اسراییل جوړولو په هدف

تحليل: م. ش

نږدې څو کاله وړاندې د امريکا په رهبرۍ په منځني ختيځ کې ناامنۍ او بې ثباتۍ پيل شوې، چې په دې لړ کې د مختلفو هیوادونو جوړ نظامونه د نفوذي ډلو په وسېله، چې تر شا يې امريکا وه، ونړېدل.

ليبيا، تونس، عراق، مصر، اردن، يمن او نور هېوادونه په کم وخت کې بې ثباته شول، خو د سوريې کنټرول وخت واخېست او علت يې هم د روسيې او ايران همکاري او حمايه کول وو.

موده وروسته د اسراييلو پر وړاندې يوه ترتيب شوې سناریو تطبيق شوه، چې حماس بريد وکړ او په مقابل کې يې فلسطينيان د اور لمبه وګرځېدل او خپل جوړ هېواد يې ټوټې ټوټې شو او هره برخه يې په وينو رنګ شوه.

د قطر او مصر هېوادونو په منځګړيتوب د امريکا په اشارې سره د اسراييلو او حماس اوربند وشو او له دې لږ وخت مخکې د امريکا او روسيې د خپلمنځي ګټو پر بنا، چې اوکراين به ورته سپارل کيږي؛ سوريه سکوت شوه او د نفوذي ډلو لاسته ورغله، کوم چې امريکا او ملاتړو يې حمايه کول.

د منځني ختيځ د ناامنيو په لړ کې دوه بلاکه(امريکا او متحدين – ايران، روسيه او متحدين) وو، چې د خپلو ګټو دپاره يې نور کارول او پايله کې امريکا پلوي بريالي شول او خپل اهداف يې ترلاسه کړل.

پدې موده کې د ایران به لورې حمايه کېدونکې ډلې حماس، حزب الله او حوثي وځپل شول او اکثريت مشران يې له لاسه ورکړل.

کله چې تازه ډونالډ ټرمپ ولسمشر شو، نو سناریو يې بربنډه کړه او ویې ويل، چې غزه ړنګه شوې، فلسطينيان بايد بل ځای ته ولېږدول شي او پدې سره به دغه ساحه د اسراييلو پراختيا تضمين کړي.

په لومړيو کې اردن او مصر ياد شوي، چې بايد هلته ولېږدول شي، خو يادو هېوادونو يې مخالفت وکړ او تېره ورځ نتانياهو سعودي ياد کړ، چې ډېرې شاړې ځمکې لري او فلسطینیان دې هلته مېشت کړي، چې نن د سعودي عربستان حکومت دغه خبرې په کلکه رد او نتانياهو ته يې خطاب کې وويل، چې فلسطينيان کډوال نه دي، چې بل ځای ته به ځي او خپله خاوره لري.

د امريکا او اسراييل دغه ګام زياتره هېوادونو رد کړی، خو دوی وايي چې په هر قیمت کيږي، دا خاوره به تخليه کيږي او د لوی اسراییل هېواد برخه به ګرځي، چې د سوريې، لبنان ځېنې برخې هم پکې شامليږي.

پايله دا شوه، چې په منځني ختيځ کې باثباته حکومتونه زياتره د امريکا د پاليسيو مخالف وو، خو په سيستماتيک ډول په نفوذي ډلو وځپل شول او دې ته زمینه برابره شوه، چې د لوی اسراییل هېواد جوړ او په رسميت وپېژندل شي.

1 COMMENT

  1. که طالبان جاهله او بسیواده دی خو سترګی لری، ولی له نورو او حتی د خپلی لومړی دوری څخه عبرت او درس نه اخلی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....