شاهمحمود میاخیل
د هرې ستونزې او د هر مرض د علاج لومړنې مرحله د ستونځې منل، د مرض تشخیص او د اولویت په اساس د حل لارې چارې پیدا کول دي. که څوک خپل اولویت ونشي ټاکلې او بیا د خپل اولویت په اساس تګلاره ونه لري، هغه شخص او ملت به همیشه په خپلو کړنو او د ژوندانه په تګلاره کې ناکامه وي.
د زیاتو افغانانو لا اوس هم د خپل مرض په تشخیص او د ستونځو په اولویت سر خلاص نه دی. اولویت چې معلوم نه وي نو بیا د ستونځو د حل لپاره لارې پیدا کول لرې خبره ده. که داسې نه وې نو افغانستان به وروسته پاتې هیواد په اسیا کې نه وې چې اوس یې لا هم خلک سرګردانه او راتلونکې یې نامعلومه ده.
په دې هم بحث نه کوو چې افغانان نه یوازې د ځانونو لپاره د ښه راتلونکې لپاره اولویت نه ټاکي بلکې د افغانانو مهم اولویت او دنده دا ده چې هر سهار راپاڅیږي، کوښښ کوي چې څنګه یو بیل تخریب کړي. افغانان خپله انرژي او منابع مصرفوي خو په منفي برخه کې او حاصله د افغانانو د یو ملت په توګه صفر ده.
د افغانانو مهمه ستونځه، خراب فکري سافټ ویرونه دي، خو دوی د علاج لپاره د هارډویرونو غوښتنه کوي. هارډویر بې له ښه سافټ ویرونو چې ویروس پکې نه وي، کار نه کوي. دا خو پریږده چې که فکرونه د قرون اوسطا وي او خواهشتات د یویشتمې پیړۍ غواړي، دا وطن به هیڅکله ختن نشي.
افغانان د مکتب، سرک او کلینکونو غوښتنه کوي خو په دې بیا فکر نه کوي چې د مکتب، سرک او کلینکونو د استعمال لپاره به سافټویرونه څه وي؟ دا هارډیرونه هغه وخت اهمیت لري چې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام موجود وي.
افغانان په ټولو بحثونو، رسینو او ټولنیزو شبکو کې، کنفرانسونو او غونډو کې په فرعي موضوعاتو خپله انرژي مصرفوي. زما د تجربې او نیمچه پوهې په اساس، د یو ملک د پرمختګ لپاره تر هر څه د مخه، د قانونمند او ولسواکه نظام شتون اړین دی. د قانوني نظام اولویت باید په ټولو وګړو باندې یوشانته د قانون تطبیقول وي او د قانون تطبیق پخپله ولسواکي حاکمه کوي، د جنګسالارانو، زورواکو، بهرنیو لاس وهنو، افراطیت که په هره بڼه او شکل وي، مخه نیسي او زمینه اقتصادي رشد، د حکومتولې ښه والي او ټولنیز عدالت ته برابروي. دا خبرې زما نه دي بلکې دا نظر د ټولو قدیمو او معاصرو علماو د حکومتولې په هکله دی هغه که اسلامي پوهان و او که غیر اسلامي.
له بده مرغه، د جمهوریت د ناکامې مهمه وجهه، په ټولو باندې یو شانته د قانون نه تطبیق و. د طالبانو د حاکمیت د ناکامې مهمه وجهه هم، که څه هم قانوني او ولسي صبغه نه لري خو بیاهم طالب که هر څه کوي روا دي او نورو لپاره دورې، توهین، بندي کول او وژنه روا ده. نو دوی هم د ناکامې او زوال سره مخامخ دي.
کله چې قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شو، بیا د سافټ ویرونو اپدیت او د هارډویرونو جوړیدل مهم دي. مخکې له دې چې د یو قانوني، مشروع او ولسواکه نظام لپاره زمینه مساعده شي، ډیرو لا خانکي په سر نیولې او د خپل فکر په اساس، نظام، سیستم او ځانونو لپاره قدرت او چوکۍ غواړي. دا ډول تفکر پایله نه لري او اخر یې بیا هم د افغانانو زوال دی.
له مسله چې خورا زیاته مهمه ده، انفرادي کار او مبارزه ډیرو افغانانو په تیرو پنځو لسیزو کې او هم په تیرو پیړیو کې کړیده خو انفرادي هلو ځلو او یا د انحصار د قدرت او د نفې سیاست که هغه د یو شخص او یا یوې ډلې لخوا و، نه پخوا کار ورکړې، نه اوس کار ورکوي او نه به په راتلونکې کې کار ورکړي. د باثباته، قانونمند او ولسواکه حکومتونو نشتون د دې باعث شوې چې د شګو د کورونو غوندې چې کوم څه مخکې نظامونو جوړ کړي و، هغه هم د طالب په شان وروستیو حاکمیتونو خراب کړل او خرابوي یې.
زما په اند، د هرې حاکمې ډلې او حکومت، که هغه مشروع یا قانونمند حکومت وي او که نه، مسوولیت لري چې راتلونکې نسل ته با ثباته موسسات پریږدي.
راځو اصلي بحث د دې لیکنې ته. افغانان ولې خپل اولویت نشي ټاکلی او خپلو ستونځو لپاره د حل لارې چارې نشي پیدا کولی؟
ځکه چې افغانان د ناخوالو او ناکامیو پړه په خدای یا بهرنیانو اچوي. هر کار چې خراب شي نو عامیان ورپسې وایي چې د خدای رضا همدا وه یعنې ته قرارې کینه او په همدغه بد حالت باندې شکر وکاږه. بیا وایي چې څوک خپل خدای ته ډیر نږدې وي نو په هغه زیات تکلیفونه په دغه دنیا کې راځي. د خدای په کارونو کې به ګوتې نن وهې او دې کې هم حکمت دی. دا ډول طرز تفکر افغانانو ته د کلو ملایانو او ملکانو ورکړیدی چې په خلکو خپل رعب او ملکې ته دوام ورکړي او د دې لارې خپل ژوند مخې ته یوسي. که نه رَبَّنَا آتِنَا فِیالدُّنْیَا حَسَنَةً وَ فِیالآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ په هر لمانځه کې وایو چې خدایه دا دنیا هم زمونږ ښه کړې او هغه دنیا هم. که مسلمانانو لپاره یوازې هغه دنیا وې نو ولې دا دوعا په هر لمانځه کې وایو. د لته د مشهورو معقولې په اساس چې د خلفای راشدین نه روایت شوې دی وایي چې د دنیا کارونه داسې کوه چې نه مرې خو د اخرت کار داسې کوه چې سبا ته مري.
له بله اړخه اکثره تعلیمیافته او روڼاندي چې ناکام شي نو بیا دوی د خپلو ټولو ناکامیو پړه په بهرنیانو اچوي او د ولس په ذهن کې دا تلقینوي چې د دوی د ناکامې اصلي ستونځه بهرنیان و او دي. څه چې بهرنیان وغواړي، هغه کیږي. یعنی تعلیمیافته او سیاسیون د بهرنیانو هو او نه ته همیشه په طمعه ناست او ولس ته هم وایي چې تاسي څه مه کوي ځکه څه چې بهرنیان وغواړي، هغه کیږي. دلته ټولنې د ملا او ملک او هم د تعلیمیافته او روڼاندو له لاسه لاره ورکه کړیده. دې کې شک نشته که د بهرنیانو خپل اهداف او ګټې په خطر کې شولې نو هغوي په ډیره اسانې سره کولې شي چې د کوټو د سوړو نه یوه ډله کسان د پیر او ملا، ملک او روشنفکر په نوم راپیدا کړي. د هغوي د راوستو لپاره روایتونه جوړو کړي او هغوي د خپلو اهدافو لپاره استخدام کړي. دا د افغانانو کمال نه پخوا و او نه اوس دی.
مهمه مسله دا ده چې افغانان پخپله ظرفیت د انسجام او د دوامداره مبارزې نه لري. د تیرو څو لسیزو ټول تحولات مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې څه و او څه وشول او اوس هم چې څه روان دي، هغه په خپلو سترګو ګورو او افغانان ورته یوازې د سیل بین په توګه ننداره کوي. اصلي خبره دا ده چې د نورو په واسطه چې حکومتونه راغلي او یا په راتلونکې کې راځي څنګه د موقع نه د خپل ولس او د خپل هیواد د ثبات لپاره ګټه اخلي. څنګه بحران په فرصت بدلولې شي نه دا چې فرصتونه لکه د پخوا په شان په بحرانونو بدل کړي. د دغه بحث نه مې هدف دا نه دی چې مثبت بحران په افغانستان کې راروان دی بلکې د اوسنې داخلي، سیمه ایز او نړیوالو تحولاتو ته که نظر واچوو، د افغانستان راتلونکې په ښه لور نه ده روانه او هر تحول به نورې ناوړې پایلې ولري. دا په دې معنی نه ده چې موجوده حالت هم د زغم وړ دی. ټول افغانان باید په داخل او بهر کې چې هر څه نفوذ او قدرت لري، باید د مثبت تحول لپاره فکر وکړي. مثبت تحول د یو بل په منلو او د نفې او انحصار د قدرت سیاست ختمول دي.
راځو د بحث دویمې برخې ته چې د افغانانو تعلیمیافته او روڼاندي نه یوارې دا چې خپله ناکامي نه مني او هم غلط تصور خلکو ته ورکوي، د دې تر څنګه دوی یو بل مصیبت هم جوړ کړې دی چې یو شمیر یې قومي، سمتي، ژیني او مذهبي تفرقې ته لمن او ببوزۍ وهي. په دغه برخه کې عام ولس په خپلو منځو کې ستونځه نه لري خو دوی د دغه کاذب تفرقې لپاره د یو څو د فیسبوک د لایکونو او یا د مرده باد او زنده باد د ساعت تیري لپاره یو څو کسه ملاتړي پیدا کوي. تفرقه اچول اسانه کار دی خو وحدت رامنځته کول سخت کار دی. هر څوک چې په ارادي او یا غیر ارادي توګه تفرقې ته زمینه مساعدوي، دا د افغانانو سره لویه جفا ده.
د بهرنیانو د نفوذ په هکله غواړم لږه یادونه وکړم چې د خدای بندګانو دا سره کافران په ټوله دنیا کې دي او د هر چا ګاونډیان دي خو ځینو ترې ځانونه ساتلي او یا یې ورسره د تفاهم ژبه پیدا کړې چې خپل ملت او وطن ته ترې ګټه واخلي. له بده مرغه ملا صیبان وایي چې د کفارو سره به د ملایانو نه په غیر بل څوک تامل نه کوي که نه د کفر ټاپه به په ټولو ووهل شي. ولس، ملک، روشنفکره، روڼاندي، شاعران او مفکرین ټول د ملا صیب د کفر د ټاپې نه دومره ویره لري لکه چینګ داړي نه چې خلک د پنځلسي په شپه ویریږي. ځینې د د ټاپو د ویرې له المه، د ملا صیب دې منطق ته د اسلام د احکامو توجهه هم ورکوي که د ملا خبره دې ونه منله نو د اسلام نه وځي حال دا چې زیات افغانان د ملا صیب نه په اسلام زیات پوهیږي خو د ملا صیب د خیټالوژې خبرې نه ردوي. ښه خبره دا ده چې که د ټولنیزو رسینو د منفي اړخ نه مثبت اړخ ته نظر وکړو، اوس د کلو او ښارونو بې تعلیمه نر او ښځې هم پوهیدلې چې دا ملایان د اسلام په عوض په اوتو بوتو سر دي ځکه یو ملا یو څه وایي او بل یې بل څه وایي.
عجیبه معما کې افغانان او په خاصه توګه پښتانه ګیر دي. که افغانان دا فکري زولنې ونه شرنګوې او د دغه زولنو کلپونه خلاص نه کړي، زما به اند مشکله ده چې د افغانستان نه پاریس او یا واشنګتن خو څه کوي، دوشنبه او زاهدان هم نشي جوړیدلې. افغانستان به لکه څنګه چې په تیرو پنځو لسیزو کې د نورو د نیابتي جګړو لپاره وجنګیدل او قرباني ورکړله، نوره قرباني به هم ورکوي او حال به یې د غزې او اوکراین نه بدتر وي.
دا د ټولو افغانانو که په داخل کې دي او که بهر، که طالبان دي او که غیر طالبان، باید د راتلونکې جدي منفي تحولاتو د له منځه وړلو لپاره سره همغږي شي او زمینه واقعي خبرو او بین الافغاني ډیالوګ ته مساعده کړي. یو بل ته په سپکه سترګه ونه ګورو. په واقعي بین الافغاني خبرو کې هیڅوک حذف کیږي نه بلکې د ټولو لپاره ګټه لري. هغوي چې د موقت حکومت خوبونه ګوري هم باید په دې پوه شي چې داسې تګلاره نه په داخل کې او نه بهر خریدار لري.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول