Homeخبرونهد ایران جنرال کونسل: خامنه‌يي امر کړی چې له افغانستان سره اعظمي...

د ایران جنرال کونسل: خامنه‌يي امر کړی چې له افغانستان سره اعظمي تعامل وکړو

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱ مه) د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په مزارشریف کې د خپل هیواد د جنرال کونسل په قول ویلي چې خامنه يي ورته امر کړی چې له افغانستان سره اعظمي تعامل وکړي.

علي‌رضا احمدي پرون (شنبې) په مزارشریف کې یوې غونډې ته وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌يي له افغانستان سره د اعظمي تعامل پر پالیسۍ ټینګار لري.

د نوموړي په وینا، د ایران مشر باور لري چې د سیمې ستونزې باید د سیمې هېوادونه حل کړي.

په مزارشریف کې د ایران جنرال کونسل زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو سیاستونو او تګلارو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات د ټینګښت سبب شي.

هغه همداراز وویل چې د ایران لومړیتوب له افغانستان سره “د اقتصادي اړیکو پراخول” دي.

ایران د نورو هیوادونو په شان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو تهران له دې ډلې سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

حاضردمه ایران د افغانستان تر ټولو ستر اقتصادي شریک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...