Homeخبرونهد میدان وردک ـ لوګر ترمنځ د سړک د رغولو قراردادونه لاسلیک...

د میدان وردک ـ لوګر ترمنځ د سړک د رغولو قراردادونه لاسلیک شول

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه】د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګ – لوګر ترمنځ د نږدې ۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو قراردادونه یې لاسلیک کړل.

دا قراردادونه له دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دې سړک په رغولو کې ۱۲۰ واړه پلونه شامل دي.

دا سړک د میدان وردګو ولایت له تنګې درې، قلعه امیر څخه پیل د الوزي، دوغ اباد، شولک او بابوس سیمو په تېرېدو د لوګر ولایت پل عالم ښار سره نښلول کېږي.

د معلوماتو له مخې د یاد سړک د جوړولو چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي، چې لومړی برخه یې ۱۷.۴ کیلومټره او دویمه برخه یې ۳۱.۶ کیلومټره اوږدوالی لري.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ هم د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار – هرات د ریللارې د تفصیلي ډیزاین او سروې اړوند ۵ قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...