جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندوز کې د یونیم ملیارد افغانیو په لګښت سوداګریز ښارګوټی جوړېږي

کندوز کې د یونیم ملیارد افغانیو په لګښت سوداګریز ښارګوټی جوړېږي

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱】‏په کندوز کې د سپین‌ زر په نوم یو دولتي شرکت پر ۳۵ جریبه ځمکه د سوداګریز او ودانیز ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې.

د کار د پیل په غونډه کې د یاد شرکت رئیس عبدالغفور شهیدزي ویلي، چې پر دې ښارګوټی به یو نیم میلیارد افغانۍ لګښت راشي او په دوو کلونو کې به چمتو شي.

نوموړی زیاتوي،چې دغه ښارګوټی به د ۸ شپږ‌ پوړیزه مارکېټونو، ۱۵۰۰ دوکانونو، د تېلو پمپونو او نورو اسانتیاوو په لرلو سره جوړ شي.

د دې ښارګوټي د جوړېدو پرمهال به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره وي.

دغه راز د طالبانو.د حکومت یوه پلاوي د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه کړې.

یاد پلاوي د قوش تیپی کانال روانې چارې ارزولي او د دې پروژې پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

مولوي احمدجان بلال دغه کانال د اوبو د مدیریت، او د هېواد د کرنې میکانیزه‌کولو لپاره مهمه پروژه بللې او د دې کانال د نورو برخو د عملي چاروړ په پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...