تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۱مه) یو خزانه موندونکی او پخوانی ساینسپوه، چې د سرو زرو د ۵۰۰ ورکو سکو د پټ ځای له افشا کولو څخه د ډډې کولو له امله په بند کې دی، ښايي ژر خوشي شي.
دا احتمال وروسته له هغه قوي شو، چې یوه قاضي وویل، دی قانع نه دی چې د دغه سړي اوږد بند به د معما په حل کې مرسته وکړي.
د کیسې پیل
دا پېښه د ۱۸۵۷ کال ته ورګرځي، هغه وخت چې “SS Central America” نومې بېړۍ له کلیفورنیا څخه نیویارک ته د سفر پر مهال د توپان له امله ډوبه شوه.
په دې بېړۍ کې چې “د سرو زرو بېړۍ” هم ورته ویل کېدل، شاوخوا ۲۱ ټنه سره زر بار وو، چې د نیویارک بانکونو ته یې ورسوي. خو د دې بېړۍ ډوبېدو هغه اقتصادي بحران لا پسې سخت کړ، چې هماغه کال پېښ شوی و.
د سروزرو د زرګونو سکود موجودیت له امله، دا بېړۍ د خزانه موندونکو لپاره ډېر زړه راښکونکی هدف و، خو هېڅوک ونه توانېدل چې دا قیمتي خزانه ومومي.
د خزانې موندل
تر دې چې له دې پېښې یو سل او څه باندې ۳۰ کاله وروسته، په ۱۹۸۸ ز کال کې، ټامپسن ګریګوري نومي ساینسپوه له خپلې پلټونکې ډلې سره د “سونار” ټیکنالوژۍ په مرسته د سمندر تل وپلټه، او د بېړۍ دقیق ځای یې پیدا کړ.
دې ډلې وروسته له هماغه خزانې څخه د ۵۰۰ سرو زرو سکو مجموعه جوړه کړه، چې ارزښت یې شاوخوا ۲.۵ میلیون ډالره وو.
ټامپسن ولې زندان ته ولاړ؟
د همدې سکو د پټ ځای د نه افشا کولو له کبله، تامپسن له ۲۰۱۵ کال راهیسې بندي دی.
هغه له چارواکو سره د نه همکارۍ او د سکو د پټ ځای د نه ښودلو په تور نیول شوی.
سربېره پر دې، دی هره ورځ د بند لپاره ۱۰۰۰ ډالر جریمه کېږي، چې اوس یې جریمه ۳.۳۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
دا پیسې د ورکو شویو سکو له ارزښت څخه هم زیاتې شوي دي!
په امریکا کې، که څوک له محکمو سره همکاري ونه کړي، تر ۱۸ میاشتو پورې په بند محکومېدای شي.
خو تامپسن له لسو کلونو راهیسې بندي دی.
هغه مخکې د خپلې قضیې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه، خو فدرالي استیناف محکمې دا غوښتنه په ۲۰۱۹ ز کال رد کړه.
اوسنی حالت
له لسو کلونو بند وروسته، اوس یوه قاضي د ده د بندي ساتلو خلاف پرېکړه کړې ده.
خو د دې نهمعنا دا نه ده چې تامپسن به ژر خوشي شي،
بلکې قاضي اوس امر کړی چې هغه دې د جنایي جرمونو په تور خپل ۲ کلن بند پيل کړي.
تامپسن لا هم د سروزرو سکو د ځای له ښودلو ډډه کوي.
البته، هغه مخکې ادعا کړې وه، چې دا سکې یې د بلیز (د مرکزي امریکا یو هېواد) په یوه ټرست کې ایښې، خو هیڅ سند یې نه دی وړاندې کړی.
که څه هم قاضي وايي، په بند کې د ټامسن پاتې کېدا مرسته نه کوي چې دا معما حل شي خو نوموړی لا هم بندي دی.
نر سړئ ده زندان څه مرګ د ومني خو د بشریت او انسانیت دښمنانو ته خزانې ځای نه ورښیی ځکه هغه خزانه به ددغو لاس ته ولویږي او په نړۍ کې به په زرګونو بیګناه نور هم د بشریت اوانسانیت دښمنان لعنتي سیهونیستي یهودي سوډران ووژني. 👍❤️