Homeخبرونهکېپ ټاون د راشدخان په لوبډلمشرۍ اتلولي وګټله

کېپ ټاون د راشدخان په لوبډلمشرۍ اتلولي وګټله

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه】د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلې وګټله.

دغه لوبه د کېپ ټاون او سنرایزر ایسټرن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

کېپ ټاون سیالې لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان د ‍۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

ایسټرن کپ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او یواځې د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د جنوبي افریقا د شل اوریز سوداګریز لیګ کې شاملې لوبډلې د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي، چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.

د یادولو ده، چې په ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله کې د راشدخان تر څنګ دوه نور افغان لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...