په یوه هېواد کي اوسیدونکي اتباع، په یوه ډول نه یو ډول له خپل کلي، سیمي، ولایت او هېواد سره مینه لري او یا هم عاطفې تړاو لري، دا عاطفي تړاو ممکن د هر هغه چا د کوشنیوالي او خاړپوسي ځای او خاطرې وي، او انسان د هر هغه څه سره، چي تړاو لري، د هغه لپاره یو ارزښت بلل کېږي، دا ارزښت که ځای، شخص او یا شی وي.
د ارزښتونو په اړوند که وږغېږو دا خورا اوږده او خوږه موضوع ده او انسان ته خورا ډېر او بېلابېل ارزښتونه سته، چي ورباندي مفصل بحث وسي، هر ارزښت د خلکو د تاریخ او هویت یوه خاصه برخه ده، او تاریخي ارزښتونه د نسلونو د پوهي او تجربو بحث دی، چي دا د راتلونکو نسلونو لپاره د زده کړي یوه ډیره ښه سرچینه ګڼلای سو، یا هم ملي ارزښتونه چي یو لړ اصول، قواعد او اخلاق دي، چي د یوې ټولني یا ملت د هویت، د یووالي او ټولنیز ژوند اساس جوړوي. ممکن دا ارزښتونه د یوه ملت د فرهنګ، تاریخ او د خلکو د ګډ ژوند له لاري وپيژندل سي.
خو زه یوازي غواړم د ځای پر ارزښت لنډ او مفصل بحث وکړم، زه د ملي، تاریخي او کلتوري ارزښتونو اړوند بحث نه اوږدوم بلکي د ځای یعني جغرافیوي ارزښتونو اړوند بحث کوم. دا هغه ارزښتونه دي، چي د یوې ټولني یا هیواد د جغرافیې او طبیعي منابعو په اړه بحث کوي. لکه غرونه، سیندونه، ځنګلونه، د طبیعت ښکلاوي، لاري، د هېواد نقشه او د هېواد پولي یا سرحدات. د پورته ټولو هغه ځایونو په اړه، په تاریخي لحاظ د هغو د ساتني په خاطر خورا ډيري جګړې او مبارزې سوي دي، او زموږ په ادبیاتو کي ئې خاص ځای نیولی دی.
په لرغوني ادبي دوره کي:
زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته= تر پایه او داسي نور ډیرمثالونه…
په منځنۍ ادبي دوره کي:
د ډهلي تخت هیرومه چي رایاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا دغرو سرونه او داسي نور ډیرمثالونه…
په معاصره ادبي دوره کي:
کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی
تر پایه او داسي نور ډیرمثالونه…
که په تاریخي لحاظ دا هره برخه او هره موضوع وڅېړل سي نو د افغانستان داسي کونج، غرونه، ځنګلونه، سیندونه، لاري، پولي او یا هم کلي او سیمي به نه وي؛ چي پر هغو دي له ګاونډیو او یا هم نورو شکېلاکګرو سره دي جګړې او مبارزې نه وي سوي – ښه مثالونه ئې د ورېښمو لار په تاریخي لحاظ زرګونو کلونو ته رسېږي او هيڅ واکمن او ولس چاته په رضا او یوازي سر نه دي پرېښي.
د هېواد پر بېلابېلو سیندونو او ځنګلونو او پولو؛ خو له ګاونډیو سره هر وخت لاس او ګریوان یو، خو اساسي شی نقشه ده. چي ددې په قلمرو کي دا ټول راځي او د یوه هېواد د ټولو وګړو په ذهنونو کي د خپل هېواد نقشه ترسیم سوې وي، چي له یاده ئې خلک نه باسي او نه هم له ذهنه وځي. د ماشومانو پر کتابونو، د رسم په ساعت کي پر رسمولو او په هر کور کي پر دېواله دا ارزښت خورا ښه خوندي او حفظ وي. ددې ارزښت او حفظ لپاره یوازي واکمنان نه، بلکي د هېواد ټول ولس ئې د ساتلو مسؤلیت او مکلفیت لري.
حتی د ځيني هېوادونو ډیزاینران یا نقاشان د خپل هېواد نقشه په لږ توپیر یو شي ته ورته ډیزاینوي، چي د خپلو ماشومانو، ځوانانو او ټول ولس په حافظه کي همدا نمونه ترسیم سي او ادیبان و لیکوالان ئې بیا پخپلو اثارو کي وکاروي، لکه د روسیې نقشه چي یږ/خرس ته ورته ښکاري، د افغانستان نقشه لکه: د چپه/کېڼ لاس سوک چي ونیول سي او بټه ګوته لوړه ونیول سي همدې موټ ته ورته ښکاري د نورو هېوادونو د کتلو لپاره له ګوګل څخه وپوښتئ.
د یوه هېواد نقشه هم د جغرافیوي ارزښتونو یوه مهمه برخه ده، چي د همدې هېواد د ټولو جغرافیوي ځانګړتیاوو په درلودلو او د هغوی په پېژندلو کي پوره مرسته کوي، د هېواد په هر رسمي او غیر رسمي دفترونو کي، په خاص ډول په امنیتي او سرحدي، نظامي او ملکي ادارو کي له نقشې ښه استفاده کېږي. څه وخت مخکي افغانان ځکه احساساتیان سول، چي د واخان یا د افغانستان د سر حصه په نقشه کي نه ښکارېده، پر دې موضوع دوې نقطې د یادولو وړ دي:
یو- افغانان بیده نه دي، د وطن هره څنډه ورته مالومه او په حافظه کي ئې ثبت ده، او چاته سپارل یا معامله کول یوازي د واکمن صلاحیت نه دی، دا د بسته ملت حق دی او د حق لپاره د هر چا په مقابل کي درېدای سي.
دوه- واکمنان هیڅکله دوندي وطنفروشه نسي کېدای، چي د ملت او تاریخ له قضاوته دي په اسانۍ ځانونه خلاص کړي- دا وطن د ټولو کور دی د پښتون او هزاره وو .
خلاصه دا، چي د جغرافیوي ارزښتونو د ساتلو لپاره او د هېواد ارضي تمامیت لپاره بېلابېلي مبارزې، جګړې ، انقلابونه او غورځنګونه سوي دي، او هر غورځنګ له ځان سره رنګ هم راوړی دی. په کار دا ده، چي:
۱ـ قوي امنیتي بنسټونه باید جوړ سي، چي د سرحداتو منظمه ساتنه وسي او د پروسو او د حکومت امنیتي ادراو په ګډو هڅو سره وساتل سي.
۲ـ پر پولو/سرحداتو سرحدي ټکنالوژۍ وکارول سي. د هېواد سرحدات باید د ګډو امنیتي، اقتصادي، او ټولنیزو هڅو په واسطه منظم وساتل شي. د قوي تکنالوژۍ، پوځي روزنې، نړیوالو همکاریو، او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو په همکارۍ سره، سرحدونه خوندي او ثابت وساتل سي.
سلامونه،
ورور غني حسن صاحب موضوع دې ښه شاربلې ده ،کور دی ودان
د لیکنې پای کښې دې دسرحداتو (حدود اربعه ) څخه د ساتنې ښه وړاندیزونه کړي دي او فکر کوءم افغان ملي دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او دځوان وزیرصیب په وطن+دین+ملت پالنه کې بایډ شک نه وي ؛ ایکاش امریکه او ګوډاګیان یی پخپله دوحه ودریږي او د وطن فضآ د ډرونونو له بنګهار خوشې کړي !!
! خو دا هم له یاده ونهباسو چې ختیځ -سهیل؛لویدیځ؛ او حتی شمالي ناسپاسه ګاوڼدیانو د افغانستان په سلګونو ک.م مربع خاوره ؛او ملیاردو م.مکعب اوبه غصب کړیده !!! دا باید د ۴۰ ملیونه افغان قومونو او څلور کروړه پښتنو زاړو او وړو په یآد وي او بیرته ېې که په رضا وي که زور خپل حقه حق الله او حق العباد تر لاسه کړي /کړو!!!
و ما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب
ماشاءالله ، ډېرې مهمې او په زړه پورې موضوع ته مو پام شویدی . هیله ده ، چې د افغانستان هر چارواکی او تبعه هغه مطالعه او له خپل وطن سره مینه ولري . هېوادوال باید له سرحدی ځواکونو سره د وطن دوستي په روحیې وروزل شي ، هغوی ته احترام او درناوی وکړي.