Homeخبرونهافغانستان ته د ایران د نفتو صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي

افغانستان ته د ایران د نفتو صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي

تاند ( دوشنبه د عقرب ۱۴مه) په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران په نفتي صادراتو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

روستایي ویلي، چې دا صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي دي.

د نوموړي په ​​وينا، په دې موده کې د ايران د صادراتو اندازه د ٢٥٤ مليونه ډالرو په زياتوالي سره يو مليارد او ٧٠ مليونو ډالرو ته رسېدلې ده.

روستایي دغه راز زياته کړه چې له افغانستان څخه د توکو په وارداتو کې هم د پام وړ وده شوې ده.

هغه وایي په یاده موده کې ایران ته د افغاني توکو په وارداتو کې هم ۱۹ سلنه زياتوالى راغلى دى.

1 COMMENT

  1. بیا نو دا د افغانستان نفت چی استخراج کیږی چیری ځی؟ حمارت خو هره ورځ د نویو څاګانو د استخراج خبری کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...