شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد لویې جرګې په سکرینونو خپرېدونکیو مستنداتو د جرګې د برخه والو...

د لویې جرګې په سکرینونو خپرېدونکیو مستنداتو د جرګې د برخه والو اوښکې وبهولې

تاند (شنبه/د میزان ۲۱مه) — د خیبر په حماسي خاوره د پښتنو د لویې جرګې په سکرینونو برخه والو ته د هغو ظلمونو یو شمېر پېښې وښودل شوې چې د پاکستان پوځ د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په پښتونخوا او خواوشا سیمو کې په بې دفاع پښتنو باندې کړي دي.

د جرګې غړو او برخه والو ته په سکرینونو وښودل شول چې د پاکستان د پوځ د ډالري جنګ په ترڅ کې ۷۶ زره ۵۸۴ پښتانه په بې دردۍ سره وژل شوي دي.

دغه راز په معلوماتو کې راغلي، چې ۷۵۳۸ پښتانه د چاودېدونکیو توکو ښکار ګرځېدلي او لا هم په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا کرل شوي ماینونه پراته دي.

په دې سربېره، په زرګونو نور پښتانه چې پوځ، امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو نیولي وو لا هم ورک دي او ادارې یې په هکله چاته هېڅ معلومات نه ورکوي.

د پښتنو جرګې ته وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وویل، «ډېر هغه مستندات چې ملګرو یې د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې راټول کړي وو د پاکستان امنیتي ځواکونو د خپلو بریدونو په ترڅ کې وسوزول،»

هغه وویل، «ډېر نور مستند معلومات چې ملګرو یې په خپلو موبایلونو کې ثبت کړي وو، هغه هم امنیتي ځواکونو تخریب او موبایلونه یې ترې ضبط کړل.»

د جرګې په میدان کې لګېدلو سکرینونو باندې خپرېدونکیو معلوماتو ته د جرګې برخه والو هم خپل احساسات څرګند کړي دي.

د اسد مسید په نامه د جرګې یوه برخه وال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «ډاکومينټرې شروع ده ،سخت د غم ماحول دی، خلک ټول خاموشه او په سترګو که اوښکې  آخ زما پښتنو!»

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره چې له سیمې څخه د برتانوي استعمار د وتلو پر وخت د انګرېزي جنرالانو؛ فرانک والټر میزروي او ډوګلاس ډیویډ ګراسي (د پاکستان د پوځ لومړني مشران) او جنرال رابرټ کاتهوم (د پاکستان د استخباراتو لومړی مشر) په هڅو جوړ شول، د پښتنو او بلوچانو د وینو زبېښلو بد نوم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب