شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد خیبر د لویې جرګې استازو په خپلو سیمو کې د پاکستاني...

د خیبر د لویې جرګې استازو په خپلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تښتول شویو پښتنوعکسونه لګولي دي

تاند (شنبه/ د میزان ۲۱مه) — په خیبر کې د پښتنو په لویه جرګه کې د پښتونخوا او نورو سیمو استازو په خپلو پنډالونو کې د هغو کسانو عکسونه لګولي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو تښتولي او یا ژوندي ورک کړي دي.

په پوسټرونو کې د ورک شویو کسانو له عکسونو سره د هغوی بیوګرافۍ او سوانح هم ذکر شوي دي.

د خیبر لویه جرګه کې د مومندو ولسوالۍ (ضلعې) پنډال یو له هغو پنډالونو څخه دی چې په خپله سیمه کې د ورکو شویو پښتنو عکسونه او سوانح یې خپاره کړي دي.

د پنډال په خېمه د نورو تر څنګ د طوطی رحمان ولد اختیارعلي او تاج خان ولد متوال خان عکسونه او سوانح خپاره شوي دي.

په یو شمېر پوسټرونو کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د ورک شوي کس په پيدا کولو کې مرسته وکړي خو داسې ښکاري چې کالونه کالونه یې چا په خبره غوږ نه دی ګرولی.

په یوه بل پوسټر د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین څخه غوښتنه شوې چې د ورک پښتون په موندلو کې ورمرسته وکړي.

په یوه ویډیو کلېپ کې چې په ټولنیزو رسنیو ډېر خپور شوی، یوه پښتنه ښځه وایي، کالونه کیږي چې مېړه یې تښتول شوی او سترګې یې ورپسې اوښکې تویوي او داسې ورپسې دردېږي لکه یعقوب (ع) چې د خپل زوی یوسف (ع) په غم کې دردېده. (ویډیو)

پي ټي اېم چې ویل کیږي د مظلومو پښتنو خوځښت دی له کالونو راهیسې په پاکستان کې د پوځ، آی اېس آی، اېم آی او نورو ادارو له خوا د پښتنو د جبري ورکولو، وژلو، شکنجه کولو، لوټلو، او … پر وړاندې راپورته شوی او غړي یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب