یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهشواهد: د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې په غزه کې د...

شواهد: د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې په غزه کې د اسرائیلو په نسبت سخت ظلمونه کړي دي

تاند (شنبه/ د میزان ۲۱مه) — په خیبر کې د پښتنو لویه جرګه کې د هغو ظلمونو یو شمېر مستندات په سکرین وښودل شول چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په سیمه کې د پښتنو پر وړاندې کړي دي.

په دې جرګه کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په هڅو جوړه شوې، د شمالي پښتونخوا، قبایلي سیمو، جنوبي پښتونخوا، کراچۍ او نورو سیمو څخه د پښتنو استازو او په لسګونو زرو کسانو برخه اخیستې ده.

هغو مستندو شواهدو او د متاثرینو د خولې بیانونو چې په سکرین ژوندي ښودل کېدل، د پي ټي اېم د ځوان ولسي مشر منظور پښتون په شمول د ډېرو برخه والو له سترګو څخه اوښکې وبهولې.

یو شمېر شنونکي وایي، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا په پښتنو مسلمانانو باندې شوي ظلمونه د هغو ظلمونو په نسبت ډېر سخت او وحشیانه دي چې اسرائیلو په غزه او لوېدیځه غاړه او په وروستیو کې په لبنان کې په عربي مسلمانانو باندې روان کړي دي.

تاریخي اسناد ښيي، چې پاکستان او اسرائیل دواړه په ترتیب سره په ‍۱۹۴۷ او ۱۹۴۸ میلادي کالونو کې د وخت د ستر زبرځواک لویې برتانیا له خوا د اسلام او یهودیت تر شعارونو لاندې رامنځته شول، او ویل کیږي چې تر اوسه یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول حمایه کوي.

د پښتنو لویه جرګه کې په سکرین وړاندې شوي یو شمېر مستندونه:

۱. ویډیو کلېک کړئ.

۲. ویډیو کلېک کړئ

۳. ویډیو کلېک کړئ

د پښتنو د لویې جرګې له سکرین څخه خپاره شوي معلومات ښیي، چې د تېرو ۲۲ کالونو په ترڅ کې د پښتنو په سیمو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې په عملیاتو کې په میلیونونو خلک بې کوره شوي، په لسګونو زره وژل شوي، په زرګونو خلک معلول شوي، په زرګونو ژوندي ورک شوي، او په زرګونو نور شکنجه شوي او د نهیلۍ ژوند تېروي.

2 COMMENTS

  1. له یهودیانو او اسرائیلو ګيله نه ده پکار. ځکه د هغوی دین جدا دی ، دوی له مسلمانانو سره تاریخي جنجالونه او دښمنۍ لري . هغوی له عربانو سره د تره زامن دي او تربورګلوي به ور سره پالي .
    اما زمونږ دسیمې اسرائیل ظاهرا د پنجاب اسلامي جمهوریت په نوم جوړ شوی دی . که څه هم د لاهور « هیرا منډه یي » علني او رسمي فعالیت لري او سکولر رژیم لري . نه یوازې له پښتنو ، بلوڅانو او کشمیریانو سره دښمني لري . بلکې له ټولو ګاونډیانو خصوصا له هند او افغانستان سره تر کفارو ډېره د دښمني کوي ، لکه د سرطان دانه فعالیت کوي او ټولو انسانانو ته مضر دی .
    مونږ پښتنو ځوانانو ته په روان ټولنیز او سیاسي بهیر کې بریالیتوب ، همت ، غیرت او د پښتونولۍ شجاعت او له ویاړه ډک ژوند او خپلواکي غواړو.
    حافظ شیرازي په دري ژبه وایي :
    همتم بدرقه راه کن ای طاهر قدس
    که دراز است ره مقصد و من نو سفرم

  2. دغه خنزیر پنجابی سوډر د سیهونیستانو سکه ورور او په ظلم کې دواړه د وحشي افریقایی ځناورانو په شان دي.دوۍ له انسانه نه دي پیدا سوي دغه سوډران دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب