یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+نظر- نذر | زهیر سپڅلی

نظر- نذر | زهیر سپڅلی

نظر: د ليدو قوت،  بصارت، بينايي، کتنه، غور، فکر او نګراني.
نذر: منښته، صدقه، نياز، ډالۍ، تحفه.
دواړه نومونه دي.
د «نظر» پر دويمه څپه او د «نذر» پر اوله څپه خج راځي. دواړه نومونه دوه – دوه  سېلابونه لري.
توپير ئې په «ظ او ذ» کي دی.
د «نظر» جمع په «نظرونه» څلور سېلابه او د «نذر» جمع په «نذرونه» درې سېلابه کېږي.
ميوند درځار:
د خپل نظر له کرامت نه به ته نه يې خبر
ستا په نظر په تورو خاورو کي ګلان کېږي
نصير احمد شهاب:
خپل ځان به مي په نذر کي منلی درته وای
او لاس به مي د هر څه نه مي مينځلی درته وای
اکرام الله ګران:
ستا په راتلو شوم له ديدنه محروم
له خوشحالۍ نه مي نظر نه لګي
صديق الله بدر:
د خنداګانو  مي  نيولی نذر
چي د ژړا مي راته زړه ونه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب