Homeخبرونهامریکا وايي، افغانستان یې د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوب کې دی

امریکا وايي، افغانستان یې د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوب کې دی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې افغانستان د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې لومړیتوب لري.

ماتیو میلر پرون (سې شنبه) وویل چې د افغانستان اړوند مسلې حاضردمه د متحدو ایالتونو د سفارت د شارژدافېرې کرن ډیکر، د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړې استازې رینا امیري او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکي مارک پومرشیم له لوري اداره کیږي.

له میلر دا څرګندونې پرون په یوه خبری کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې “افغانستان د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست لومړیتوب دی؟”

د امریکا لپاره د افغانستان د لومړیتوب په پوښټنه په داسي حال کې مطرح شوه چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته بله دنده وسپارله او بل څوک یې د افغانستان ځانګړی استازی ونه ټاکه.

تر دې مخکې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به استعفا وکړي.

د ښاغلی بلینکن په وینا، ټام ویسټ به د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ دفتر سرپرست وي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، ښاغلی ویسټ، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د یوې ننګوونکې دورې په ترڅ کې د متحدو ایالتونو د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام ویست ته نوې دنده وسپارل شوه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...