Homeخبرونهننګرهار کې سېلابونو ۷۰۰ جریبه ځمکه او پکې ولاړ فصلونه له منځه...

ننګرهار کې سېلابونو ۷۰۰ جریبه ځمکه او پکې ولاړ فصلونه له منځه وړي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۱۱مه) د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې سېلابونو ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او پرې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي سیلابونه د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو او فرخشاخېلو کلیو کې د تېرې ورځې د زیات باران له امله راوتلي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس ذکر شویو کلیو کې ۵۰۰ جریبه ځمکو کې د رومیانو، جوارو، شولو فصلونه له منځه تللي او ۲۰۰ جریبه ځمکه سېلابونو تخریب کړې.

طالب مسوولین وايي؛ که چېرې د دې سېلابونو مخنیوی ونه شي، نو په راتلونکې کې به ۱۵۰۰ جریبه نوره ځمکه هم له منځه یوسي.
سیلابونو دغه راز په یادو سیمو کې ۱۵ بندونه او سربندونه هم ویجاړ کړي، چې له یادو بندونو څخه سلګونه جریبه ځمکه خړوبېدله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...