چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه خیبر کې د پښتنو د جرګې پر ځای بیا برید شوی

په خیبر کې د پښتنو د جرګې پر ځای بیا برید شوی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وايي، په خیبر دره کې پولیسو د پښتنو د عدالت جرګې لپاره پر ټاکلي ځای بیا برید کړی دی.

تر دې وړاندې ښاغلي پښتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي و چې د پېښور پولیسو تېره شپه په خیبر ایجنسۍ کې د قومي جرګې د تیارۍ پر کمپ برید کړی.

خو دا په څو ساعتونو کې دوهم برید دی چې د پښتین ژغورنې غورځنګ په بلنه د پښتنو پر روان وضعیت د خبرو لپاره د جوړېدونکې جرګې پر ځای کېږي.

منظور پښتین په خپل اېکس کې د غورځنګ له ملګرو غوښتي چې د جرګې ځای ته ځانونه ور ورسوي. نوموړی وايي، بېګا هم پولیسو د دوی خېمې سوځولې او وسایل یې وړي.

 ښاغلي پشتین لیکلي چې تېره شپه د پیښور له پولیسو سره څو مخ پټو کسانو د پښتون قومي عدالت په نوم د کیدونکې جرګې پر کمپ برید کړی، ډزې یې کړي او یو شمېر خیمو ته یې اور اچولی دی. پشتین زیاتوي چې د ‌ډزو او اوښکې بهونکي ګاز د کارولو له کبله د دوی ځینې ملګري ټپیان او ځينې نور بېسده شوي دي.

د خیبر پولیسو او د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو د بحث لپاره د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قومي جرګه یا عدالت په نامه جرګه رابللې

دغه غورځنګ د پښتنو بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او ولسي مشرانو ته دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب