چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد کډوالو لویه کمیشنري، پاکستان تر ۶ زره ډېر افغان کډوال نیولي

د کډوالو لویه کمیشنري، پاکستان تر ۶ زره ډېر افغان کډوال نیولي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري (یو این ایچ سی ار) وايي چې پاکستاني چارواکو د روان کال تر دې دمه ۶۰۹۴ افغان اتباع د اسنادو د نه لرلو په تور نیولي یا بندیان کړي دي.

دا نیونې په پاکستان کې د بې اسناده مهاجرو پر وړاندې د پراخې مبارزې یوه برخه ده. هغه مبارزه چې ځینې کتونکي باور لري پر افغانستان د فشار راوړلو په شان سیاسي انګېزه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د پاکستان له هغې پرېکړې وروسته چې تر یو میلیون ډېر افغانان له خپلې خاورې باسي، د سپتمبر له میاشتې راهیسې تر ۷ لکه ۳۳ زره ډېر ډېر افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانانو د ایستلو پلان د پاکستان د اپیکس ملي کمیټې له خوا د تېر کال د نوومبر په لومړۍ نېټه تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ یادونه وکړه چې د افغان کډوالو ډېر شمېر د مې او جون په میاشتو کې افغانستان ته استول شوي یا په خپله تللي. په یادو دوو میاشتو کې چې هره میاشت تر ۳۸ زره  ډېر کسان افغانستان ته ګرځېدلي دي.

خو پاکستان د تېر کال په ژمي کې ډېر افغانان ونیول او په زوره یې وایستل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ډیپورټ کمپاین له اغیزمنو کسانو سره د مرستې لپاره د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه شاوخوا ۱۱۲ زره راستنو شویو ته مرستې چمتو کړی دی.

د اکتوبر په ۲ مه، د طالبانو تر مشرۍ لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړ چې د بیرته ستنیدو د روانې پروسې د یوې برخې په توګه ۳۱۹ افغان کډوال کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب