چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهمتقي د مسکو فارمټ په ۶ مه غونډه کې د ګډون لپاره...

متقي د مسکو فارمټ په ۶ مه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته لاړ.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې متقي به د غونډې په څنډه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف سره وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا غونډه به د اکتوبر په څلورمه دایره شي. نوموړي د امیر خان متقي په مشرۍ د پلاوي د جوړښت په اړه څه نه دي ویلي.

دا د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته ده. د مسکو د فارمټ پخوانۍ ناسته د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۹مه د روسیې په کازان کې شوې وه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف تېره میاشت (سنبله) د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې له امیر خان متقی سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې بلنه ورکړه چې د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.

د کازان ښار د مسکو فارمټ په تېره غونډه کې پر روسیې سربیره، د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طالبانو استازو هم ګډون درلود.

له دغو هیوادونو څخه هیڅ یو طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو له طالبانو سره دیپلوماتیکې او سوداګري اړیکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب