پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+خوشال خان او (قزاقي) جنگ| علي احمد جلالي

خوشال خان او (قزاقي) جنگ| علي احمد جلالي

خوشال خان خټک په خپل مهم اثر دستار نامه کې په يوه خاص جګړه ايز تاکتيک غږېږې چې دې ورته (قزاقي جنگ) وايي: دا يو راز قبايلي ګريلايي (چريکي) جګړه ده چې هدف يې د پرله پسې خرپ او ترپ له لارې د سترو او منظمو ځواکونو ستړې کول او په پاى کې د هغو ماتول دي.

که څه هم د خوشال خان نه مخکې او دهغه نه وروسته يو شمېرليکوالو په عام ډول د (قزاقي توب) او په خاص ډول د قزاقي جګړې مشخصات يې د جنګي هنرونو په اډانه کې بيان کړي دي.

خان په دستار نامه کې د سياسي او اجتماعي سلوک د غوره هنرونو او خصلتونو د بيان په ترڅ کې د دې ډول جګړې په جزئياتو ښه رڼا اچوي. مګر د (قزاق توب) او (قزاقي) حالت د تاريخي ريښې په باب يې د خټکود توريالى خان معلومات نيمګړي او صرف دهغه عصر او محدود جغرافيايي چاپيريال په رواياتو بنا دي.

خوشال خان داسې ښئي چې ګواکي قزاقي جنګ د منځني ايشياد قزاق ولس نه را پاڅېدلى دى.

مګر په حقيقت کې د قزاقي او قزاقي توب تاريخ د قزاق ولس د منځ ته راتلو نه چې په پنځلسمې پېړۍ کې واقع شو نور هم شاته ځي. په دې مقاله کې درې مهم ټکي څېړل کېږي: د منځني ايشيا په تاريخ کې د قزاق او قزاقي توب اجتماعي او سياسي ماهيت او انګېرني، د قزاقي جګړې خصوصيات چې د قزاقي توب له اجتماعي او سياسي حالت نه راوتلي دي او له متداولو ګريلايي جګړو سره د هغه قزاقي جنګ سياسي او پوځي مقايسه چې جزئيات يې د خوشال خان په دستار نامه کې بيان شوي دي.

قزاق او قزاقي توب:

که څه هم نن د منځني ايشيا يو لوى ولس ځان قزاق بولي او قزاقستان په هغه سيمه کې د يوه خپلواک هېواد نوم دى، د قزاق د کلمې تاريخي بنسټ په قومي او نژادي اساساتو نه دى بنا. په لرغونو زمانو کې (قزاقي توب) يا (قزاق واله) د ځانګړو افرادو يا ټولنو د يوه خاص اجتماعي حالت څرګندونه کوله. قزاق يوه ترکي کلمه ده چې معنا يې بې کوره، آواره، رټل شوی او ياغي شوی دى. (۱)

د قزاق د کلمې تر ټولو لرغوني يادونه په يوه ترکي – عربي قاموس کې شوې چې په ١٢٤٥ م کال کې په مصرکې ليکل شوي او په ١٨٩٤ کې په ليدن کې چاپ شوي دي. په دغه قاموس کې قزاق د بې کوره شوي، تبعيدي او ماجرالټونکي په معنې راغلي دي. (۲)

په دې معنا قزاق يو سريله، خود مختاره او له اصلي ملک او ولس نه بيل شوى عناصرؤ. قزاق هغه چاته ويل کېدل چې په خپله خوښه ياله مجبورۍ له خپل ولس او ټاټوبي نه بيل شوي ؤ او د ژوند ژواک په چارو کې د ځان ساتنې په کار کې يوازې په ځان تکيه ؤ. دغه بيلتون کله د بغاوت او سياسي اختلاف په وجه ؤ او کله د نامساعدو سياسي، اقتصادي او اجتماعي حالاتو نه د تېښتې د لپاره، څوک د مناسب وخت په انتظار، د خپلو زورورو دښمنانو نه د خلاصېدو لپاره قزاقان کېدل او څوک د ژوند له سختيو سره د آشنا کېدو دپاره، قزاقي ژوند غوره کاوه.

داسې نور هم ؤ چې د داړه مارۍ دپاره يې د قزاق توب ژوند ته مخه کوله. د پنځلسمې پېړۍ مؤرخ عبدالرزاق سمر قندي ليکي چې د ١٤٤٠ او ١٤٤٤ تر منځ ( د اوزبکو قواوو يوه برخه قزاقي شوه او مازندران ته ولېږديده او هلته په لوټ او تالان لگيا شوه خو وروسته بيا په څټ راغله) او له قزاقي توب نه يې لاس واخيست.

قزاق توب يو اجتماعي حالت ؤ چې په ټاکلي وخت کې يې د ټولنې، حکومت او دولت په مقابل کې د يوه سړې يا يوې ډلې د ټولنيز دريځ څرګندونه کوله. دغه حالت په کوم خاص قوم پورې نه ؤ محدود بلکه ټول دغه ډول خلک، که ترک ؤ که ايراني، کوچي ؤ که ځايي، عامي ؤ که خان، رعيت ؤ که پاچاؤ، قزاق بلل کېدل. د زريني اردو خان توقتمش خان (وفات ١٤٠٦ )، دشيباني او زبکو د دولت بنسټ اېښودونکي ابوالخير خان ( ١٤١١ – ١٤٦٨ ) د هغه لمسي محمد شيباني (١٤٥١- ١٥١٠ ) او ظهيرالدين بابر (١٤٨٣ – ١٥٣٠ ) ټولو قزاقي ژوند تېرکړى دى. د قزاقي ژوند خصوصياتو په ترکي منابعو کې د (قزاق ليک) په فارسي کې د (مدت قزاق) او (در ايام قزاقي ها) او په روسي ژبه کې د (казчесво )په کلماتو کې منعکس شويدي.٤ همدغه راز د (قزاق داش) کلمه چې معني يې (قزاقي انډېوال)٥ دى دهمدې فرهنګ نه راوتلې کلمه ده. ظهيرالدين بابر (١٤٨٣ – ١٥٣٠) چې د شيباني اوزبکو د تاختونو په وجه يې په فرغانه کې خپله واکمني له لاسه ورکړه او ډېره موده د قدرت د بياګټلوپه هڅه په منځني آسيا او افغانستان کې سر ګردانه ؤ د خپلې پردېسۍ کلونه ( قزاقي وختونه) بولي. دى په بابر نامه کې ١٥٠٠ – ١٥٠٢ کلونه ځکه د خپل ژوند قزاقي وختونه ( قزاقي لر) بولي چې په دغه وخت کې د خپل ټاټوبي نه بيل شوي ؤ او په ماور انهر کې سرګردانه ګرځېده.٦

د بابر لمسۍ ګلبدن هم په همايون نامه کې دې کلونو ته قزاقي کلونه وايي.
دا يادونه پکار ده چې د دغه ترکي دود او د ستوور اغېزه په روسانوياندي هم پرېوتې ده. په منځنيو پېړيو کې روسان د ترکانو او مغلو له پرله پسې تاختونو سره مخامخ و او په نتيجه کې روستان د تر کانو له فرهنګ نه متاثره شول.

په روسانو کې هم دا عادت باب شو چې خپل ځوانان به يې له وسلو سره لېريو مځکو ته لېږل او هغو ته به يې قزاق ويل.٧

په روسي ژبه کې د (казчесво) کلمه هم له همدې ځايه راوتلې ده. په روسيه کې قزاق هغه چاته ويل کېده چې له خپل ولس او ټاڼوبي نه بيل شوى ؤ او د ماجرا جويۍ ژوند يې تېراوه. دغو کسانو کومه مشخصه دنده او دايمي استوګنځى نه درلود او په عمومي ډول سر يله او سر ګردانه خلک ؤ. روسي قزاقان (соssack) په اصل کې د سلاوي بزګرو، ماجراجويانو او بې کوره خلکو نه جوړ و چې د حکومت او برده دارانو د فشار نه يې سرحدونو ته پناه وړي وه. په دوي کې د آزادو خلکو نه نيولي تر وتلو جنګيالو او جهانګردانو، له تښتېدلو غلامانو نه بيا تر باتورو پهلوانانو او هغو کسانو پورې هر څه مووجود ؤ چې د نوو مځکو په لټه ليريو سيمو او پردو ملکونو ته وتلي ؤ.٨
د پنځلسمي پېړۍ له پيل نه په ليکل شوو آثارو کې د روسي ژبو قزاقانو خبرې کېږي چې د روسيې او اوکراين د جنوبي سرحدونو په ساتلو ګمارل شوي ؤ. دا وخت په دغه سيمه کې د زريني اردو د ړنګېدو وروسته د مسکو دولت يو لړ سرحدي کلاو جوړې کړې تر څو ملک د کريميا (قرم) د تاتنارانو د پرله پسې حملو نه وساتي. اکثره دغه چاوڼۍ د دنييپر (Dnineper) دون (Don) او اورال (Ural) د سيندونو په غاړو پرتې وي.

د دغو سرحدي مورچو ترمنځ مځکې و کې سپرو قزاقانو ګزمې وهلې. له همدې وخته د روسي قزاقانو پوځنه منځ ته راغلل چې اکثره په سرحدي سيمو کې په سختو امنيتي د ندوګمارل کېدل.٩

دغه حالت قزاق ته ارو مرود خپلواکي، نا پيلتوب او استقلال روحيه ورکوله. په دې حساب قزاق توب يو مؤقتي حالت ؤ او کله چې به بېل شوي افراد او پرګنې له خپل ولس سره يو ځاى شوې د قزاق توب حالت يې پاى ته رسېده.

مګر په پنځلسمه پېړۍ کې د اوزبکو نه دبېل شوو قبيلو سياسي او دولتي لاس ته راوړ نود قزاق کلمې ته دايمي قومي ماهيت وياښه. په دغه وخت کې د قبچاق په دښته کې چې د جنوبي روسيې نه د اورال تر سمندرګي پورې سيمې پکې شاملې وي.١٠

اوزبکو د زريني اردو په خانۍ کې ستر نفوز وموند، ابوالخيرخان (١٤١١- ١٤٦٨) په ١٤٢٨ م کال د اوزبکو د قبايلي اتحاد خان شو او له تويولسک څخه ترسير دريا پورې ځمکې يې په قبضه کې وي.

ده په منځني ايشيا کې د اوزبکود سياسي رسوخ د پراخولو د پاره پرله پسې کوششونه وکړل. ميرزا حيدر دوغلات چې د دغې سيمې حالات يې په شپاړسمه پيړۍ کې ليکلي دي وايي چې د پنځلسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي کې ابوالخير خان له يو لړکورنيو ستونزو سره مخامخ شو او غوښتل يې چې يو شمېر قومي مشران ونيسي، مګر ځينو مشرانو د قراي او جاني بيګ په مشري له خپل اوزبک ولس نه بيل شول (١٥٦٥ ) او د چغتاى د ولس سيمو ته ولېږدېدل. ١١

هلته د چغتاى اولوس خان، ايسين بوغا، د اوزبکو د ياغي مشرانو هر کلى وکړ او د مغولستان په لويديزو حدودو کې يې د چو د سيند په غاړه ځمکې او ورشو ګانې ورکړې.
پردېس او زبکان په همدغو مځکو کې ميشته شول.١٢

د ابوالخير خان د مړينې وروسته د اوزبکو په خاني کې کورنيو اختلافونو او تربګنيو زور واخيست او له دې کبله يو شمېر نور اوزبک مشران هم له خپلو قبيلو او پيروانو سره له ولس نه بېل شول او د چو د سيند په سيمه کې يې له قراي او جاني بيګ سره واړول.
په دې وخت کې د دغو فراري او زبکو شمېر دوو سوو زرو ته ورسېد.١٣

د دې نوو مهاجرو په راتلو سره د قراى او جاني بيګ ډله ډېره پياوړي شوه. څنګه چې دغه اوزبکان له خپل ولس نه بيل شوي او پرديو سيمو ته لېږد بدلې ؤ نو دوي ته يې (قزاق او زبکان) ويل.١٤

څو کاله وروسته (١٥٨٨) د جاني بيګ زوى برندق خان د قزاقانو د خپلواکي خانۍ بنسټ کېښود او دغه خانۍ په يوه راتلونکي پېړۍ کې يوې سترې کوچيانۍ امپراتوري ته پراخه شوه چې لمن يې د کسپين د سمندرګي د ختيز او د اورال د سمندرګي د شمال نه د ايرتيش ترسينده او د التاي د غرونو تر لويديزو څنډو پورې غزېدلي وه.١٥

خو له دې کبله چې قزاق او قزاقي توب د بيلتون يو موقتي حالت ګڼل کېده، د قزاقانو لومړنيو خانانو ( برندق خان ، زوى يې قاسم خان او لمسۍ يې حق نظر) خپله خاني يو موقتي دولت باله.١٦

مګر په شپاړسمه پېړۍ کې د اوزبکو او قزاقو تر منځ سياسي او جغرافيايي بيلتون د فرهنګي اختلاف په وجه نور هم ژور شو او په پايله کې له دغو دوو سره خپلو خلکو نه دوه بيل ولسونه جوړ شول.

په دې اړه څو مهم عوامل د يادونې وړ دي.

اوزبکان د منځنۍ آسيا په جنوبي سيمه ( ماور االنهر) او خراسان کې د شيباني امپراتورۍ د جوړېدو سره زياتره ځايي شول او د قزاقانو ژوند د سير دريا په شمالي اوارو مځکو کې هماغسې کوچياني پاتي شو. په عين وخت کې ددواړو ولسونو تر منځ دسيمه ايز قدرت په سر سيالي د هغوي قومي خپلوي کمزري کړه.

په دې بر سېره د فضل بن روز بهان خنجي په وينا د اوزبکو او قزاقو تر منځ ديني اختلاف هم ورځ په ورځ ژور ېده.١٧

که څه هم دواړو ولسونو په يوه وخت کې اسلام منلي ؤ د شيباني اوزبکو مذهبي عقيده او فرهنګ د منځني آسيا د لرغونو اسلامي مرکزونو په چاپېريال کې غني او پياوړي شو په داسې حال کې چې د قزاقانو ديني انګېرنې د قبايلي دود او دستور او د سيمې د غير اسلامي مؤثراتو اغېزې لاندې نيمکړې پاتې شوې.

مګر که څه د شپاړسمې او په تېره بيا د اوه لمسې پېړۍ راهيسې قزاق ديوه ځانګړي ولس او دولت نوم ګرځېدلي دي، د قزاق او قزاقي توب تاريخي مفهوم( له ولس او کور کهول نه د بيلتون په معني ) د منځني آسيا او تر يوه حده دروسيې په فرهنګي قاموس کې باقي پاتي شوي دي.

قزاقي جنگ

قزاقي جنګ د (قزاقي ) ژوند د فرهنګي او سياسي ژوندانه يو مظهردى. (قزاق) نه هغه پوځي توان درلود چې له خپلو ځواکمنو دښمنانو سره مخامخ مقابله وکړي او نه يې تدارکاتي او لوژستيکي نظام دومره پياوړى ؤ چې د منظمي جګړې ضروريات برابر کړي. نو ځکه د (قزاق) له وضعې او امکاناتو سره نا څاپي او لنډيزغلونه او د ترپ او خرپ جګړې جوړې وي.

او څنګه چې ( قزاق ) جغرافيايي او مکاني پابندي نه درلوده آسيانه چاته په لاس نه ورته . دهرې حملې وروسته به يې ځان له زورور غليم څخه پناه کړ او بيا څه موده وروسته به نا څاپه په بل ځاى کې دبل چټک ګوزار د پاره راپيدا شو.

دې ډول جګړو د قزاقي جنگ ابعاد و ټاکل. په وروسته وختو کې د منځني او جنوبي آسيا په پوځي فرهنګ کې قزاقي جنګيالي د اوسنيو کوماند ګانو په شان نخبه اووتلي کسان ګڼل کېدل.

د لښکرو په سر کې د وړوجنګياليو ډلو عمليات په دې قزاقي بلل شويدي چې دغه ډول عمليات له يوې خوا له زياتو خطرونو سره مخامخ و او له بل پلوه زياته زړورتيا او بيرور له په کار ؤ تر څو غليم غافلګيره او ګمراه کړي شي.

بابر د مغولو د کشف او څارنې دوه درې سوه کسيزه ډله د زړه ورو قزاقانو (قزاق يکيت لر) په نامه پادوي ١٨ او چريکي عملياتوته ( قزاقانه) عمل وايي. د (قزاقانو) ساده او بې تکفه ژوند هم قزاقانه ژوندياد شوي دي .١٩

له بلې خوا فضل بن روزبهان خنجي چې د محمد خان شيباني د دربار تاريخ ليکونکي دي ليکي چې (قزاق در قوه و باس مشهور آفاقند…..که هر يک از ايشان ده مرد کاري را از جوانان کار مى زند…..).٢٠

فضل چې ولي نعمت يې (محمد خان شيباني) د قزاق ولس له دښمنۍ سره مخامخ ؤ د قزاقانو ځواک په باب مبالغه کوي او ليکي چې د قزاقانو د عمل چټکتيا، زړورتيا، جنګي مهارت او جاه طلبي د ځايي خلکو دپاره ستر خطر دى.

گر جهان را به يک قزاق دهند
ور خراسان و گر عراق د هند
خويش را مى شمارد او محروم
که نه کردست تاخت جانب روم٢١

په کلي ډول له پنځلسمې ميلادي پيړۍ راپدې خوا ( قزاقي) جګړه ايزفرهنګ د چريکي جګړو، کمين، شبيخومن، د کشف او طلايي عملياتو او داسې نورو خاصو جنګي فعاليتونو سره تړل شوي دي.

داسې ښکاري چې خوشال خان هم د خپل عصر د متداولو جنګي هنرونو تر څنګ قزاقي جګړه ايز فرهنګ ته هم توجه کړېده. دى په دستار نامه کې د شجاعت د هنر په بحث کې په قزاقي جنګ غږيږي او وايي: ( تر صف جنګي نه جنګ بهتر د قزاقي دى. د قزاقي جنګ غليم کش دى ، د ځان محافظت پکې احتمال لري.

قزاقي د ترکستان له ملوکانو نه را پاڅېدلى ده. په ترکانو کې يوه طايفه ده قزاق ډېر بهادران دى، قزاقي د هغو ده، اصل شجاعت هغه دى چې په قزاقي کې زده شي، قزاقي په يوه سواره، په دوه، په لس، په شل، په سل، په زر، په لس زره، په شل زره هم شي.

په ظفر نامه کې چې تمام د امير تيمور احوال دى تاليف د مولانا شريف الدين يزدى عجب نگارش د امير د قزاقي ترددپکې شته، آفرين ورباندې، د شيرشاه سور احوال هم په دا و تېره)).٢٢

خوشال خان قزاقي جنګ د جګړې له دوو نورو ډولونو (صف جنګي او شبخون) نه بيل ګڼي که څه هم شبخون د قزاقي جنګ له خصوصياتو نه دي. په قزاقي جنګ د اصولو په خلاف، په قزاقي که د جنګيالو شمېر يو قاطع عامل نه دى بلکه په قزاقي کې له يوه نه نيولي تر شل زرو جنګيالو پورې برخه اخيستي شي، ځکه په دې ډول جګړه کې هدف د غليم خوږول دي نه قاطع تکتيکي غلبه. دى وايي

(د قزاقي مېړانه داده چې په غليم راشې، يک دله ورباندې مټ جلب و کړه.
که زبون دي د همه بېخ بنياد يې وکاږه، او که نه حمايت يې پيدا شو يا درباندې زورور ؤ هسې ورځنې ځان وشلوه چې ګرد دې هم نه ويني.

د قزاقي مېړانه په تېښته او د يار او د ځان په ساتلو کې ده. بل چې نن ولاړ شوې وغليم ته وار نه ورکوې، په څوومه ورځ بيا ورته حاضر شي. په داکې حغظ د ځان خريزمان په غليم شي. که هر څو سخت غليم وي ورته په سر گردانۍ حيران شي، ورته نرم شي.)) ٢٣

د خرپ او ترپ جګړه دا غواړي چې جنګيالي له يوې خوا په غليم د يودم پياوړى ګورزار امکان ولري و له بلې خوا دومره چابک وي چې په تېښته کې د غليم لاس پرې بر نشي.
د اوسنۍ وخت ګريلايي جګړو ايجابات هم همدا دى.

خوشال خان ليکي( دوه کاره د قزاقي لازمه دي، يو ښه اسونه بل غشي. د ښو اسونو په زور، د غشيو په زوربه لږ سواره هم مسخر په عالم شي.

برگستان او ډېر سلاح په قزاقي کې نه بويه، يوه زغره ډکه درسته که کيجم وړتګ وي، ګڼه خالي اس بي تکلفه، زين مشکي چاکل توشه کم وبيشه ورڅخه نور هيڅ. تُفکچي په ښه آس سوروي اعلي څو د جنګ استعمال او هنر واړه په قزاقي کې زده شي.

د شبخون کار، د صف جنګي کار هم په دا کې زده کا، ازبک د قزاقي په زور په درې قسمه د جنګ بلکه زيات په هر چادي.)٢٤

گوريلايي جنگ

په سياسي او پوځي لحاظ له متدالو ګريلايي جګړو سره د (قزاقي جنګ) د مقايسې دپاره په کار ده چې د ګريلايي جګړو ماهيت و څېړو.

ګريلا د هسپانوي ژبي نه راوتلي کلمه ده چې د ( کوچني جنګ) معني لري چې د غير منظمو جنګيالو له خوا د هغو ځواکونو په خلاف کيږي چې په سيمه مسلط وي. په ګريلايي جنګ کې جنګيالي له منظمو پوځونو سره له قاطع تکتيکي نښتې نه ډډه کوي ا زياتره د کمين، جنګي چلونو او ناڅاپي خرپ او ترپ نه کار اخلي، په دې ډول جنګ کې د بري دپاره لازمه ده چې ولسي خلک له جنګيالو سره خواخوږي ولري، ويې ساتي، مرسته ورسره وکړي.

په دې برسېره ګريلا په غرنيو او داسې مځکوکې چې د غليم د منظو قواوو د فعاليت دپاره مساعدي نه وي لا اغېزمن وي.

که څه هم (ګريلايي جنګ) يو نوى تعبير دى، د دې ډول جګړې تاريخ خورا لرغوني دي. هغه جګړه ايز تکتيک چې روميانوله ميلاد نه مخکې دريمې پېړۍ کې د کار تاثر د قوواوو د ځبلو او ستومانه کولو دپاره استعمال کړ د دغه جنګي ميتود يو لرغونى مثال دى.

په دغه جنګ کې چې د پونيک د دوهم جنګ په نامه ياديږي، رومي جنرال فابيوس ماکسيموس (Fabius Maximus) د کار تاژ د مشر هنيبال (Hanibal) سره د مخامخ جګړې نه ډډه وکړه او په چريکي حملويې د کار تاژ پوځ دومره کمزوري او ستومانه کړ چې د هغوي د ماتې سبب شو. دغه ډول جنګي ميتود د فابيان د تکتيک په نامه ياد شوي دي چې او سنيو چريکي جګړوته ورته يو حرکت ؤ.٢٥

له هغه وخت نه را په دې خوا د نړۍ بيلوبيلو ولسونو او ډلو د زورور غليم سره د مقابلې دپاره له چريکي جنګ نه کار اخيستي دي. د امريکا د ازادۍ په انقلاب کې د هغه ملک څو نامتو قوماندانانو لکه فرانسيس ماريون (Franceis Mariion) آندريو پيکينز (Adrew Pickens) او تامس سمتر (Thomas sumter) په چريکي اصولو جنګېدل او د امريکا په کورنۍ جنګ کې چريکي عمليات ډېر اغېزمن ثابت شول.

په ١٨٧٠- ١٨٧١ کې د پروسيا او فرانسې په جنګ کې فرانسوي چريکانو جرمنيانو ته بيخي ستر تاوانونه ورسول. په لومړي نړيوال جنګ کې د عربستان ټاپو وزمه د ګريلايي جنګ يو ستر ميدان و ګرځېد.

هلته د فيصل الحسين او لارنس (T.E.Lawrence) په مشري د عربو بيلي بيلي چريکي ډلي د عثماني ترکيي له سترو منظمو پوځونو سره وجنګېدې.

د افغانستان خلکو د خپل تاريخ په اوږدوکې له يرغلګرو سره د مقابلې دپاره په همدې جګړه ايز تکتيک جنګېدلي او اکثره يې ميدان ګټلي دي.

له مقدوني سکندر نه نيولي تر مغولو پورې ټول فاتحين د افغانستان په غرني سيمو کې د خلکو له کلک مقاومت سره مخامخ شوي.

د دغه مقاومت لويه اغېزه داوه چې د هرې سيمې خلک د چريکي عملياتو له لارې د غليم لښکري ځبلې او ستومانه کولې.

په نونسمه پېړۍ کې له انګريزانو سره د افغانستان د خلکو جنګ کلاملاً يو چريکي جنګ ؤ.

په راوروسته پېړۍ کې د شوروي يرغل او اشغال سره د افغانستان د خلکو مقابله په بشپړه توګه د يوې بريالۍ چريکي په واسطه ترسره شو.

مګر د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ګريلايي جګړو په سياسي ماهيت کې يو لوى بدلون راغى.

په دغه بدلون کې د چين د انقلابي کمونست مشر ماتسه تونګ Mao Tse-Tung برخه ډېره ستره وه.

ماؤ ګريلايي جګړه د (خلکو د جګړې ) په چو کاټ کې د دولتي قدرت د ګټلو په مبارزه کې لومړنۍ مرحله ګڼله چې بالاخره په منظمه جګړې يو مستقل او ځانګړي ډول ونه ګڼل شي بلکه بايد د خلکو د عمومي جنګ په کار کې ديوه ګام په توګه او د انقلابي مبارزې ديوه اړخ په توګه وانګېرل شي. ٢٦

دماؤ نه وروسته د امريکا د لويي وچې انقلابي مارکسيست چې ګوارا (Guevarache) ګريلايي جنګ د واکمن قدرت د راپرځولو دپاره د کليوالو سيمو د خلکو د سياسي او پوځي مبارزې اساسي وسيله وګڼله .٢٧

ضه دې دواړو تعبيرونو کې ګريلايي جنګ د اجتماعي نظام د بدلولو دپاره د سياسي مبارزې يوه تهاجمي وسيله ده په داسې حال کې چې عنعنوي چريکي جنګ، د فاعي وي که تهاجمي، حتماً د اجتماعي نظام د بدلولو دپاره نه بلکه اکثراً د هغې دساتلو دپاره استعمالېږي.

که څه هم څه هم خوشال خان د ماؤ په شان چريکي جګړه د جنګ لومړي پړاو بولي او وايي (( ابتدا د هر چا کار مدارچه داعيه لري په قزاقي دى)) مګر د خوشال خان دغه (ابتدا) د داسې يوه منظم او ټاکلي سياسي مفکوروي نظام برخه نه ده چې د شملې پېړۍ انقلابيانو پرې معتقد ؤ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب