Homeخبرونهد طالبانو استخباراتو د غزني د خوشحال راډیو چلوونکی نیولی دی

د طالبانو استخباراتو د غزني د خوشحال راډیو چلوونکی نیولی دی

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په غزني ولایت کې د «خوشحال» خصوصي راډیو رییس حکمت ارین نیولی دی.

مرکز پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې وویل چې یوې ځایي سرچینې ورته وویل چې ښاغلی ارین د یکشنبې په ورځ په خپل دفتر کې نیول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همداراز د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ځلونو ویلي چې د رسنیو اړوند مسایلو کې به یوازې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون کار لري او که هر ډول شکایت و، دا کمیسیون به یې تعقیبوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په قول ویلي چې ښاغلي ارین په یوه اډیو ټیپ کې د طالبانو د تیرو جګړو د ځانمرګو عملیاتو په اړه خبرې کولې او په رادیو کې یې خپرولې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

د افغانستان د بریالانو مرکز وایي چې ښاغلی ارین باید بې قیدوشرطه خوشي شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، طالبانو کڼ شمېر خبریال د لنډ او اوږد وخت لپاره نیولي دي. یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې له اوونیو او میاشتو تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

په عین حال کې سلګونه خبریالان له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...