پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+ژوند جنت کړئ | زهير سپېڅلی

ژوند جنت کړئ | زهير سپېڅلی

که يوه سپینه پاڼه او څو رنګونه يوه انځورګر/هنرمن ته په لاس ورشي؛ په لږ وخت کي به داسي څه پرې انځور کړي، چي د ډېرو پر ذوقونو او طبیعتونو به برابر وي.
ډېر به ئې ستايي.
ډېر به ترې خوند اخلي.
ډېر به ئې هنر او کمال ته حيران پاته وي، چي په کم وخت  کي ئې يوه سپينه پاڼه څنګه  رنګينه او ښکلې کړه!
که همدا سپينه پاڼه او رنګونه هغه چا ته ورکړو، چي انځورګر نه وي؛ هيڅ به پرې انځور نه کړي، هسي به پاڼه او رنګونه ضايع کړي او قيمتي وخت به ئې هم له لاسه ووزي.
خبره د وخت، پاڼي او رنګونو نه ده، کيسه په  هنرمن او انځورګر کي ده.
ژوند همداسي سپينه  پاڼه ده.
دا په موږ پوري اړه لري، چي
څه پرې انځوروو؟
څنګه رنګونه پکي کاروو؟
يو ښکلی انځور سازوو  او که هسي بوخت يو، چي وخت او رنګونه ضايع کوو.
ځانونه هنرمن ثابت کړئ!
د ژوند د رنګينولو او ښکلي کولو لپاره بايد واقعي هنرمن او انځورګران شئ!
ژوند يوه داسي رنګينه تابلو کړئ، چي د هر چا نظر ورواوړي او ووايي: واه، څومره ښکلی!!!
دا په موږ پوري اړه لري، چي
له ژونده جنت جوړوو که دوږخ؟
ښکلی کوو ئې، که بدرنګ؟
خوند ترې اخلو، که ترې بېزاره کېږو؟
ژوند کوو، که فقط تېروو ئې؟
که وګورو ډېرو د خپل ژوند سپيني پاڼي داسي رنګيني کړي دي، چي موږ ئې هم خوښوو او  ستاينه ئې کوو.
داسي هم شته، چي نظر ورته وکړې، بېزاره کوي دي، چي دا څنګه ژوند دی او ولي ئې پر ځان باندي بار کړی دی.
دا ياد لرئ!
ژوند ته که مو پاملرنه و نه کړه، ژوند هم پام نه درته کوي.
که دي ښکلی او منلی جوړ کړ ته به هم ښکلی او منلی ګرځې.
که دي ژوند ته محبوبيت ورکړ او درته ګران و، ته به هم محبوبيت  لرې.
که دي ژوند خپل ژوند  منظم نه کړ؛ د بل په ژوند کي هم نظم نشې راوستلای.
که خپل ژوند رنګين نه کړ، د بل بې رنګه ژوند هم نشې رنګينولای.
که دي خپل ژوند ته د خوشحاليو لاري نه پرانيستلې، د نورو ژوند ته هم خوشحالۍ نشې راوړای.
که دي ژوند ولاړي اوبه وي، يو وخت ئې خوند نه خرابېږي، نو رواني اوبه ئې کړه، چي همېشه تازه وي.
تر ولاړو اوبو د روانو ګټه  ډېره وي؛ ځکه  د ډېرو نورو ژوند  هم پرې اباد او سمسورېږي.
که ژوند ښکلی کړو او جنت ترې جوړ کړو، ګټه دا ده هم به موږ پکي خوشحاله يو؛ هم به نورو ته خوشحالي ورکولای شو.
هم به ئې موږ له نندارو خوند اخلو؛ هم به ئې نور نندارې او تماشې ته راځي.
که ژوند دوږخ کړو، تاوان ئې دا دی، چي دوږخ ته هيڅوک نه راځي او نه زړه ښه کوي.
يوازي به موږ يو، چي پخپله ځان ته په  دې جوړ کړي سره دوږخ کي به سوځو.
نو ژوند دوږخ کوئ مه، جنت ترې جوړ کړئ!
او
جتني ژوند وکړئ!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب