پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو پلاوي له کرن ډیکر سره...

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو پلاوي له کرن ډیکر سره پر تجارتي ستونزو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۲ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) چارواکي وایي، د دوی پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت له شارژدافېرې کرن ډیکر سره د سوداګرۍ او پانګونې پر ستونزو خبرې کړي دي.

اغلې کرن ډیکر د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ له تبدیلېدو وروسته له رینا امیري سره یوځای د افغانستان د چارو د ځانګړي استازي مسوولیت هم په غاړه لري.

له اغلې ډیکر سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو مشر، توکل احمدیار وویل چې نړیواله همکاري او د خصوصي سکتور ملاتړ کولی شي د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.

احمدیار له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې ستونزو او خنډونو ته اشاره وکړه او د دغو خنډونو د لیرې کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، اغلې ډیکر د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره خپله ژمنه اعلان کړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ د ستونزو د حل کولو لپاره به کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب