Homeخبرونهبرازیل د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام پای لوبې ته ورسېده

برازیل د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام پای لوبې ته ورسېده

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۲مه) د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په لومړۍ نیمه پای لوبه کې د برازیل فوټسال ملي لوبډلې، اوکراین ملي لوبډلې ته ۳-۲ په توپیر ماتې ورکړه.
په دې بریا سره برازیل وکولی شول د لومړۍ لوبډلې په حیث پای لوبې ته لاره پیدا کړي.
دوهمه نیمه پای لوبه نن شپه د ارجنټاین او فرانسې لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
له دې سره به د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام دوه لوبډلې په پای لوبه کې د جام د ګټلو هڅه کوي.
تاجکستان د دې جام کوربه هېواد دی او افغانستان په لومړی ګروپي پړاو کې له یوې بریا او دوه ماتو وروسته له لوبو بهر شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...