پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکرکټ؛ د ښځو نړیوال جام نن پيلېږي

کرکټ؛ د ښځو نړیوال جام نن پيلېږي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۲مه) د ښځینه وو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن د اکتوبر ۳مه پيلېږي.

دا سیالۍ د عرب متحده اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، چې په کې ټولې لس لوبډلې په دوه ګروپونو کې وېشل کېږي او یو د بل پر وړاندې به په ګروپي ډول لوبه کوي.

په الف ګروپ کې:
اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ ، سریلانکا او پاکستان لوبډلې یوځای شوي دي.
په ب ګروپ کې:
بنګله دېش، انګلستان، سکاټلنډ، جنوبي افریقا، او ویسټنډیز لوبډلې یوځای دي.

نننۍ لومړۍ لوبه د بنګله دېش او سکاټلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب