Homeخبرونهد پاکستان، پنجاب ایالت په یوه وسله وال برید کې ۷ تنه...

د پاکستان، پنجاب ایالت په یوه وسله وال برید کې ۷ تنه ووژل شول

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۱۱مه) پاکستاني پولیس وایي، د پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې په یو موټر وسله والو بریدو کړی دی.

پاکستاني رسنۍ ډان نیوز د پولیسو له قوله لیکلي، چې د ډزو له امله شاوخوا ۷ تنه وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه سه شنبه د سیالکوټ په مالوکي بهلي سیمه کې رامنځته شوې ده، چې په پېښه کې وسله والو کسانو پر روان موټر ډزې کړې دي.
پولیسو د وسله والو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت داندېښنې وړ بلل کېږي او عام خلک پاکستانی حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې بولي

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا په خپله ايکس پاڼه لیکلي، چې پولیسو د اکتوبر ۱۱مې غوندې پر انتظامیه ډلې برید کړی او یو شمېر یې ټپيان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...