چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد تخاربڼوال: د مڼو حاصلات زیات؛ خو د ساتنې لپاره حیران یو

د تخاربڼوال: د مڼو حاصلات زیات؛ خو د ساتنې لپاره حیران یو

تاند ( سه شنبه د میزان ۱۱مه) د تخار ولایت یو شمېر بڼوال د مڼو د باغونو له سږني حاصل نه خوښ دي، خو د بازار او مناسب ساتنځایونو له نشتون نه ځورېږي.
دوی وایي، د سږني کال د مڼو حاصلات زیات دي خو ساتنې ته یې حیران دي.
عبدالاحد د مڼو بڼ لري وایي، سړې خونې نه لري او په خبره یې که د خپل باغ مڼې یې په وخت ونه پلورلې نو ټولې خرابېږي.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو حکومت دې دې برخې ته پام زیات کړي او یا د هغه په وینا په بازار کې دې د پردیو د میوو پر ځای وطني میوې جبري کړي څو خلک په ځانګړو مراسمو کې د خپل وطن له تولید نه ګټه واخلي.
دی زیاتوي په تخار کې اوسمهال ۱۴ ډوله مڼې موجودې دي، چې د یوه من مڼو بیه له ۵۰ نیولې تر ۳۰۰ افغانیو په بازار کې رسېږي.
تخار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رئیس قطب الدین محمدي وایي د خلکو مینه بڼوالۍ سره زیاته شوې او له همدې امله یې په وروستیو کې زیاته اندازه ځمکې په بڼونو بدلې کړې دي.
ځایي خلک وایي د تخار هوا د بڼوالۍ او کرنې لپاره مناسبه ده او خلک یې هم په زیاته پیمانه په کروندو بوخت دي، خو د دوی په خبره د وخت حکومتونو ورته سمه پاملرنه نه ده کړې او یواځې یې ژمنې ورسره کړي او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب