چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد پر له بسې وچکالیو له کبله د هسپانیا کروندګرو د پستو...

د پر له بسې وچکالیو له کبله د هسپانیا کروندګرو د پستو کرلو ته مخه کړې

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) راپورونه ښیې چې د اقلیمي بدلون له ډیریدو سره، چې یوه پایله یې په هسپانیا کې د اقلیم لا وچېدل دي، د دې هیواد شرایط کال په کال د پستې کښت ته برابر شوي دي.

پسته په وچو او ښوره مځکو کې وده کوي، له همدې امله د نړۍ لږې سیمې د پستې د ودې لپاره مناسبې دي.

هسپانیا، چې تر دې پخوا یې چندانې پسته نه لرله، اوس په اروپا کې د پستې تر ټولو په لوی تولیدوونکي او په نړۍ کې په څلورم لوی تولیدوونکی بدل شوی دی. د وچکالۍ له امله اوس د هسپانیا په 79000 هکتاره مخکه کې د پستې ونې ایښودل شوي دي.

سږنی دوبی په هسپانیا کې یو له تودو دوبو څخه و، په سرطان (اګست) میاشت کې د تودوخې د درجې اوسط د سانتي ګراد شاوخوا ۲۵ و.

د هسپانیا د کرنې وزارت په وینا، له اوو کلونو راهیسې، په دې هیواد کې د پستې د کښت لپاره ځانګړې شوې مځکه نژدې پنځه برابره ډېره شوې او 79000 هکتارو ته رسیدلې ده.

هسپانیا اوس له متحدوایالتونو، ایران او ترکیې وروسته د پستې د کښت له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، په اروپا کې د پستې مصرف او تقاضا ډېره ده، او د هسپانیا ۹۰ سلنه تولید اروپايي هیوادونو ته صادریږي.

پسته پر دې سربېره چې همداسي خوړل کېږي یا له ګڼو خوراکونو سره یوځای کېږي، د کاسمیټیک یا د سینګار د موادو په صنعت کې هم کارول کیږي.

په هسپانیا کې د پستې تولید، لاهم تر تقاضا خورا لږ دی، مګر د وچکالۍ له زیاتېدو سره په دې هیواد کې د دې محصول د تولید د زیاتېدو وړاندوینه کېږي.

په هسپانیا کې د پستې کلنی تولید اوس مهال شاوخوا ۹ زره ټنه دی، او د دغه هیواد په بازار کې ډیری پستې لاهم له متحدو ایالتونو څخه واردیږي.

خو په هر حال راپورونه ښيي چې هسپانیايي بزګرانو د پر له پسې وچکالیو له امله، د انګورو او حبوباتو کښت ته شا اړولې او د پستې تولید ته یې مخه کړې ده.

افغانان د هسپانیا له تجربې ښه ګټه اخیستی شي ځکه چې تر هسپانیا له لا زیاتې وچکالۍ سره مخامخ دي او له بلې خوا د افغانستان خاوره، په تېره بیا د لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ولایتونو خاوره او اقلیمي شرایط پستې ته لا ډېر مساعد دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب